لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان:پخپله ژمنه ولاړ یم،۵۰ لکو خلکو ته به کورونه ورکووم


دپاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي ۵۰لکو بې کوره خلکو ته د کورونو ورکولو پخپله ژمنه ولاړ دی اؤ چارواکو ته یې امر کړی چې په پینځلسو ورځو کې دننه ددغو کورونو د جوړؤلو اؤ بې کوره خلکو ته د ورکولو په اړوند خپل غوځ وړاندیزونه هغه ته وړاندې کړي.

دپاکستان نوي وزیراعظم په واک کې له راتلو وړاندې د ټولټاکنو په کمپائن کې ژمنه کړې وه چې بې روزګاره خلکو له به یو کروړ نوکرۍ ورکوي اؤ‌ بې وزله خلکو له به ۵۰ زره کورونه ورکوي.

ولس ته د کورونو ورکولو د وزیراعظم عمران خان لوظ
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:39 0:00

خو دهغه په دغه ژمنه دهغه سیاسي مخالفینو سخت ټکونه کړي وؤ اؤ دریځ یې خپل کړی ؤ چې پنځوس لکه کورونه جوړول اؤ کروړ نوکرۍ پیدا کول د حکومت د وس کار نه دی.

دګل په ورځ وزیراعظم عمران خان د۵۰لکو کورونو جوړؤلو په اړوند چارواکو سره یوه غونډه کړې اؤ د کور جوړؤنې د محکمې مرکزي سکتر ورته احوال تیر کړی چې حکومت څنګه خپلې دې پروژې ته د عمل جامه اغوستی شي؟

سرچنې وایي د کور جوړونې د محکمې مرکزي سکتر عمران له دې خبرې هم خبر کړی چې که دغه کورونه د شخصي څانګې په شرکت جوړیږي نو قانوني بڼه به یې څه وي اؤ ګټې یا نقصانات یې څه کیدلی شي؟

سرچینې وایي وزیراعظم عمران خان چارواکو ته ویلی چې د۵۰ؤ لکو کورونو جوړول د هغه دګوند دایجنډې مهمه برخه ده اؤ هغه پخپله دغه ژمنه کلک ولاړ دی.

عمران خان ویلي دي چې د ۵۰لکو کورونو جوړؤلو سره به په لکونو بې روزګاره خلکو ته نه یوازې روزګار په لاس ورشي بلکې د کور جوړونې د څانګې اړوند صنعتونه به هم ورسره وده وکړي.

خو دعمران خان د ۵۰ؤ لکو کورونو جوړؤلو په ژمنه بیا په ټولنیزو رسنیو سخت ریشخند وهل کیږي.

دکاشي لائلپوري په نوم یو مدني فعال په ټوئټر لیکلي” زه هیڅ نه پوهیږم،یو سړی چې د ډیم جوړؤلو دپاره چندې غواړي نو هیواد کې به ۵۰لکه کورونه څنګه جوړوي اؤ یو کروړ نوکرۍ به خلکو له څنګه پیدا کوي؟”

د اسماعیل دراني په نوم یو تن بیا په ټوئټر دعمران خان دغه ژمنه د هندي فلم پی کی مشهوره اصلاح “رونګ نمبر “ بللې ده اؤ لیکلي یې دي چې” چنده ده خو دنده ده، دوه ډیمونه جوړولی نه شي اؤ هغې دپاره چنده غواړي ،د یو کروړ نوکریو اؤ ۵۰لکو کورونو دپاره به هم چنده غواړي ، دا رونګ نمبر دی”

خو دتحریک انصاف فعالینو بیا عمران خان ته په دغه ژمنه افرین ویلي اؤ په سوشل میډیا ورته د عقیدت پیرزوئنې وړاندې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG