لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان غوره ليګ: کومو لوبډلو کوم ايکن لوبغاړي اخيتسي؟


د افغانستان د کرکټ غوره ليګ د لوبغاړو د پېر مراسم ترسره شوي او پينځه واړو لوبډلو ځان ځانله لوبغاړي اخيستي دي.

د لوبغاړو اخيستو پينځه کټګورۍ جوړې کړی شوې چې پکې تر ټولو ګرانو بيه والو لوبغاړو دپاره ايکن نوم ورکړی شوی او بيه يې يو لاک امريکايي ډالره وو.

په ايکن کې د نړۍ ياد ستوري لوبغاړي اخيستل شوي او پينځه واړو لوبډلو يو يو ايکن لوبغاړی اخيستی دی.

د کابل لوبډلې په ايکن کټګورۍ کې راشدخان، د بلخ لوبډلې کرېس ګېل، د پکتیا لوبډلې شاهد افريدی، د ننګرهار لوبډلې انډري رسل، او د کندهار لوبډلې برنډن مک کلم اخيستي دي.

په ايکن لوبغاړو پسې په دوېم نمبر په ډايمنډ کې د بهرنيو لوبغاړو بيه ۷۵زره امريکايي ډالره او افغان لوبغاړو ۶۰زره ډالره، درېمهه کټګرۍ کې د افغان لوبغاړو بيه ۳۰ زره ډالره، اود بهرنيو لوبغاړو بيه ۵۰ زره ډالره وه.

له دې وروستو په سيلور کې د افغان لوبغاړو بیه ۲۰ زره ډالره او بهرنيو بيه ۳۰ زره ډالره وه.

د افغانستان غوره ليګ به د اکتوبر په پينځمه نېټه په متحده عرب اماراتو کې پېل شي اوپه ۲۱ اکتوبر به سرته ورسي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ترمخه هره ورځ به دوه لوبې کيږي چې اوله لوبه به يې له غرمې وروستو په څلور بجې او دوېمه بيا ماسخوتن په اته بجې پېليږي.

XS
SM
MD
LG