لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دنوازشریف میرمن کلثوم نواز مړه شوه


دناجائزه شتمنیو په تور پاکستان کې دبندي پخواني وزیراعظم میا نوازشریف کور ودانې میرمن کلثوم نواز د ورپېښې ناروغۍ له امله مړه شوې ده.

کلثوم نواز چې د تیر یو کال راهسې یې په لندن کې دکینسر د ناروغۍ درملنه روانه وه دنن د سه شنبې په ورځ یې طبیعت زیات ناسازه شوی ؤ اؤ ایي سي یو ته وړل شوې وه.

د مسلم لیګ نواز ګوند مشر اؤ د نوازشریف ورور میا شهباز شریف په ټوئټر د خپلې ورندارې د مړینې پخلی کړی دی اؤ ویلي یې دي دهغې په مړي راوړلو پسې به لندن ته ځي.

د کلثوم نواز په مړینه د پاکستان مهمو سیاسي مشرانو دخفګان څرګندونه کړې اؤ د جمهوریت د ودې دپاره یې دهغې قربانۍ ستائیلي دي .

دپاکستان وزیراعظم عمران خان، دپیپلز ګوند مشرانو اصف علي زرداري اؤ بلاول بوټو زرداري د مذهبي ګوندونو د ائتلاف متحده مجلس عمل مشر مولانا فضل الرحمان اؤ نورو دهغې په مړینه خواخوږي ښودلې اؤ په ټوئټر یې لیکلي کلثوم نواز یوه زړه وره میرمن وه چې د جمهوریت دپاره به د هغې مبارزه تل یاده ساتلی شي.

کلثوم نواز د نوازشریف د تیر حکومت په مهال په داسې حال کې دقامی‌اسمبلۍ غړې ټاکل شوې وه چې هغه پخپله د لندن په روغتون کې پرته وه اؤ خلکو ورته رایې ورکړې وې.

دهغې په مرۍ کې د کینسر جراثیم خواره شوي وؤ اؤ په لندن کې یې درې ځله دمرۍ عملیات هم ترسره شوي وؤ.

د روان کال په ۱۳مه جولایي د کلثوم نواز څښتن میا نوازشریف اؤ دهغې لور مریم نواز په ناروغه حالت کې هغه په روغتون کې پرېښې وه اؤ د غبن په تورونو کې محکمې ته د مخ کیدلو دپاره ترې پاکستان ته راغلي وؤ چې په پاکستان کې وروسته داحتساب محکمې نوازشریف ته د لسو اؤ مریم نواز ته د اوو کالو دبند سزا واروله.

سرچینې وایي چې کلثوم نواز نه دهغې دخاوند اؤ لور د بند خبره پټه ساتل شوې وه اؤ هغه چې به کله هوش کې راغله نو دخپل خاوند اؤ لور پوښتنه به یې کوله.

دپاکستان دکورنیو چارو د وزارت سرچینو ویلي چې د کلثوم نواز د جنازې نه تر ښخولو پورې مراسمو ته به پخوانی وزیراعظم نوازشریف،دهغه لور مریم نواز اؤ زوم کیپټن صفدر په پی رول پرېښودل کیږي.

۶۸ کلنه میرمن کلثوم نواز په خټه کشمیرۍ اؤ دګاما په نوم د یو مشهور پهلوان نمسۍ وه.

هغې د پنجاب پوهنتون څخه تر شپاړسم ټولګي زده کړې کړې وې اؤ په پاکستان کې د جنرال مشرف د رژیم په مهال چې کله نوازشریف زندان ته ولیږل شو نو هغه په ۲۲جون کال ۲۰۰۰م د مسلم لیګ نواز ګوند لنډمهاله مشره وټاکل شوه.

د نوازشریف د نیول کیدلو په ضد هغه دکاروان تحفظ پاکستان په نوم یو لاریون هم ویستلی ؤ چې له دې امله هغه په اتم جولایي کال ۲۰۰۰م کې په کور دنظارت لاندې راوستل شوې وه.

XS
SM
MD
LG