لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کارپوهان: په پښتني سیمه کې له څو لسیزو د روانې جګړې د ژر ختمېدو امکان نه شته


په پاکستان کې د سیاسي چارو څېړونکي وایي، د دې هېواد او د افغانستان په پښتني سیمو کې له څو لسیزو راهیسې روانه جګړه په نیژدې وخت کې نه شي ختمېدای.

د پېښور د انجینېرنګ پوهنتون یو استاد ډاکټر ناصر وایي، په اتیایمه لسیزه کې د مجاهدینو په بڼه، په نوییمه لسیزه کې د طالبانو په شکل کې او اوس د داعش په بڼه وسلوالې ډلې را ښکاره کېږي، چې وایي دا د سیمې امن ته لوی خطر دی:

"که تاسو د دوی شکلونه ګورئ یو تر بله بدتر دي، مجاهدین دومره سخت دریځه نه وو، بیا چې طالبان راغلو تر دوی لږ سخت دریځه وو او بیا چې داعش ډله راغله تر طالبانو زیات سخت دریځه دي، امکان لري چې موږ د دغو ډلو مخه ونیسو، خو په نیژدې وخت کې یې ماته امکان نه ښکاري ځکه چې موږ هغه موقعې ضایع کړې".

پر پاکستان له تېرو څو کلونو د امریکې په ګډون د نورو نړیوالو ځواکونو او ګاونډیو هېوادونو له خوا د ترهګرو د ملاتړ تورونه لګېږي او د دې تر څنګ په ملک کې دننه پښتانه ملتپال هم تور لګوي چې په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنه په پښتني سیمو کې د ترهګرۍ سبب ګرځېدلې ده.

د پښتون تحفظ موومنټ یو فعال غړی او د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړی محسن داوړ وایي، د پښتنو ځوانانو د را پورته شوي تحریک له خوا د پاکستان پر ریاستي ادارو فشار زیات شوی دی چې خپله بهرنۍ تګلاره بدله کړي:

"ماته نه ښکاري چې زموږ ریاست دې د خپلې پالیسۍ او حالاتو د بدلولو اراده کړې وي، ځکه چې موږ یې پر مځکه عملي څه نه دي لیدلي، خو هو دا ده چې خلک پوه شول، ذهنونه یې خلاس شول، له حقیقته خبر شول، پر سوشل مېډیا د خپل اظهار وسیله هم ورته پیدا شوه، دا ټول وجوهات وو چې خلکو پاڅون وکړ او پر ریاست یې فشار واچاوه چې نور [د جګړې] له پالیسۍ لاس واخلي".

د پاکستان حکومت تل د وسلوالو طالبانو د ملاتړ تورونه رد کړي دي او وایي چې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې تر ټولو زیات مالي او ځاني زیان دوی ته رسېدلی دی.

څېړنې وایي تر یوولسم سپټمبر وروسته په پاکستان کې د وسلوالو لسګونه ډلې فعالې شوې، چې په هغوی کې مشهورې ډلې تحریک طالبان پاکستان، داعش ډله، جماعت الاحرار، لښکرِ جنګوي العالمي او د پنجابي طالبانو ډله ده.

څېړونکي وایي چې که څه هم پاکستاني پوځ په قبایلي سیمو کې د پرله پسې پوځي عملیاتو په نتیجه کې دعوه کوي چې دغه وسلوالې ډلې یې ختم کړې او ترهګري یې له هېواده ختم کړې ده، خو وایي اوس هم ډېرې وسلوالې او توندروه ډلې په دې هېواد کې بدلو نومونو فعالیت کوي او په هېواد کې د توندروۍ د فکر خپرولو لپاره کار کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG