لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دره ادم خیل:د سکرو درنګ کې دچاودنې له امله نهه مزدوران مړه شوي


د پېښور سره نزدې په دره ادم خیل سیمه کې د سکرو د درنګ کښېناستو له امله نهه خواریکښ مړه شوي اؤ یو تن د درنګ نه ژوندی راویستل شوی دی.

سیمه ییزو چارواکو د چهارشنبې په ورځ ویلي دره ادم خیل اخوروال سیمه کې د سکرو ویستلو دپاره ۱۱ مزدوران د حاجي فردوس خان په درنګ کې په کار بوخت وؤ چې دغه درنګ پرې د ګیس خوریدو له امله کښیناستو.

دکوهاټ ډپټي کمشنر خالد الیاس خبریالانو سره خبرو کې دنهمو ۱ مزدورانو د مړینې پخلی کړی اؤ ویلي یې دي چې څلور کسان ژوبل شوي هم دي چې د علاج دپاره روغتون ته رسول شوي دي.

دغه لوړ پوړي انتظامیي چارواکي ویلي چې د سکرو درنګ کې له چاودنې وروسته د اکسیجن یا هوا د کمي له امله زیاتره مزدوران مړه شوي دي.

سرچینې وایي پېښه کې د مړو شوؤ مزدورانو تعلق د خیبر پښتونخوا شانګلې سیمې سره دی.

تیره میاشت هم د بلوچستان په سرښار کوټه کې په مزدورانو د سکرو یو درنګ ناستی ؤ چې پکې ۱۳ کسان وژل شوي وؤ .

تر دې وړاندې هم په بلوچستان ایالت کې د سکرو په درنګونو کې د چاودنو له امله په لسګونو کسان مړه شوي چې هغې کې د زیاترو تعلق د خیبر پښتونخوا د شانګلې ،سوات اؤ دیر سیمو سره دی

د سکرو په درنګونو کې کار کول د کانو له درنګ څخه هم خطرناک ګڼل کیږي اؤ دپاکستان د معدنیاتو د ویستونکو داتحادیې د یو راپور له مخې په پاکستان کې هر کال د سکرو په درنګونو کې په رامینځته کیدونکو پېښو کې د ۱۰۰ نه نیولې تر۲۰۰پورې مزدوران خپل ژوند دلاسه ورکو

XS
SM
MD
LG