لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اشرف غني: د ۴۰ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره یو عظیم فرصت برابرشوی


د افغانستان ولسمشراشرف غني ویلي دښمن په امنیتي ځواکونو د برید کولو وړتیا نه لري او له همدې امله یې خپله ټوله پاملرنه په ملکي وګړو باندې د بریدونو ترسره کولو ته ځانګړې کړې ده.

نوموړي دغه خبره پرون د نهې، سه شنبې په ورځ پر لاریون کوونکو د ځانمرګي برید وروسته نن د شورو، چهارشنبې په ورځ يوې دستورې ته په وېنا کې کړې ده.

نوموړي په کابل کې د ننګرهار له یوشمېر قومي مشرانو او همداراز د امنیتي ادارو له جګپوړیو چارواکو سره د لیدو پرمهال ویلي راتلونکی کال پر افغانستان د روسانو له یرغل څخه ۴۰ کاله پوره کیږي او دې۴۰ کلنې روانې جګړې د پای ته رسیدو لپاره یو عظم فرصت برابر شوی او دغه جګړه نوره باید ختمه شي.

نوموړي وویل "دښمن زمونږ په امنیتي او دفاعي ځواکونو دحملې توان نه لري نوځکه یې ټول توجه په ملکي افرادوباندې دبریدونو ترسره کیدو ته ګرځولې ده،مونږ مجبور یو او د دې توان لرو چې د دښمن د داسې اعمالو له امله دفاعي حالت نه تعروضي حالت ته وګرځو،بله چاره نشته تعروضي حالت شروع شوی او په دې څو ورځو کې زمونږ امنیتي ځواکونه لویې لاسته راوړنې لرې او تعروضي حالت به لاچټک شي".

ولسمشر ویلي هغوی چې په دې هیواد کې تل پاتې سوله غواړي، د افغانستان د اولس دوستان دي او هغه څوک چې د ملي پخلاینې، یو بل د منلو، اباد ،خپلواک او پرمختللي افغانستان مخنیوي کوي د افغانستان دوښمنان دي.

اشرف غني زیاته کړه افغان ولس له جګړې ستړي شوی او په سوله باندې اجماع لري او په وینا یې دافغانستان ولس یوله بل سره دښمني نه لري یو بل ته غیږ ورکوي او په راتلونکي باندې بشپړ باور لري.

هغه زیاته کړه "ولې دویم اوربند عملي نه شو؟ ځکه چې په جنګیالیو باندې بیروني فشار ؤ او دا افغاني فیصله نه وه ،که افغاني فیصله وای د اوربند په اړه به یې خپله پریکړه کړې وه".

افغان ولسمشر اشرف غني امنیتي ادارو ته سپارښتنه وکړه چې د مخالفینو پرضد تعروضي حالت لا چټک کړي او په وینا یې دجګړې د زیاتیدو مسئولیت پرهغو ده چې اوربند یې ونه مانه.

XS
SM
MD
LG