لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سي پي جې: په پاکستان کې پر خبریالانو د پوځ له خوا ډار او سنسرشپ زیاتېږي


واشنګټن ـــ د خبریالانو د ژغورنې کمېټۍ یا سي پي جې وایي، سره له دې چې په پاکستان کې د خبریالانو د وژنو په پېښو کې تر پخوا کموالی راغلی، خو وایي په دې هېواد کې د خبریالانو ډار او سنسرشپ زیات شوی دی.

سي پي جې د سپټمبر په ۱۲مه په خپل ځانګړي رپوټ کې په پاکستان کې پر رسنیو د ډار او سنسرشپ سبب د دې هېواد پوځ بللی او ویلي یې دي چې پوځ په خاموشۍ خو په اغېزمنه توګه مخامخ او نامخامخ د خبریالانو د ډارولو او ګواښلو په وسیله د حقیقتونو د خپرېدو مخه نیسي او د سیلف سنسرشپ ستاینه کوي.

رپوټ وایي کوم خبریالانو چې پر چارواکو یا ریاستي ادارو زیاتې نیوکې کوي بریدونه ورباندې کېږي، ګواښل کېږي او نیول کېږي. پاکستاني خبریالانو سي پي جې ته ویلي، چې د پوځ له خوا دوی ته مخامخ ګواښونه کېدل تر ټولو بنیادي ستونځه ده او بل دا چې وایي دوی د حقایقو په را سپړلو کې له دې هم ډارېږي چې مذهب ته د سپکاوي تورونه به ورباندې ولګېږي، چې سزا یې مرګ، جرمانه او قید دی.

د خبریالانو د ژغورنې کمېټۍ دغه رپوټ د پاکستان په کراچۍ، اسلام اباد، پېښور، اوکاړه او لاهور ښارونو کې د پلټنو او رپوټونو په اساس برابر کړی او د فبرورۍ په میاشت کې یې هلته له خبریالانو، ایډیټرانو او د خبریالانو د ټولنو له مشرانو سره لیدلي او په دې اړه یې "د ډار عمل" په نامه یوه ډاکومنټري هم جوړه کړې ده.

"د ډار عمل" ډاکومنټري د سي پي جې ملټي مېډیا پروډیوسر مصطفی حمید جوړه کړې او لنډه بڼه یې پر خپل ټویټر خپره کړې ده. په ډاکومنټري کې د (دي نیوز) انګرېزي ورځپاڼې د خبریال احمد نوراني خبرې را اخیستل شوې، چې د ۲۰۱۷م کال په اکتوبر کې په اسلام اباد کې ورباندې برید شوی او ټپي شوی وو. هغه په ډاکومنټري او رپوټ کې وايي پر ده باندې دا برید ټولو خبریالانو ته یو خبردار دی:

"پر ما برید رسنیو ته ښکاره پیغام وو، چې کوم خبریالان د ایسټېبلشمنټ ناسمو کارونو ته ګوته نیسي او تر سرې کرښې اوړي، که دوی ریښتیا وایي نو همداسې به ورسره کېږي".

په رپوټ کې د پاکستان د بېلابېلو شخصي رسنیو او ورځپاڼو د سینېرو ایډیټرانو او خبریالانو له خولې ویل شوي، چې په دې هېواد کې د مطبوعاتو ازادي هماغسې په ناوړه حالت کې ده کومه چې په پوځي مارشلا کې وه او خبریالان به پکې تر تشدد لاندې راتلل او ورځپاڼې به په زوره بندېدلې.

سي پي جې وایي په یادو ښارونو کې یې چې له خبریالانو، ازادو خبریالانو (فري لانسرز) او حتی د مېډیا د مشهورو ادارو له کارکوونکو سره خبرې وکړې، نو هغوی په پاکستان کې مېډیا محاصره شوې ورته انځور کړه.

رپوټ د هغو خبریالانو ځانګړې تفصیلي یادونه کړې، چې پر پوځ او حکومت د نیوکو تور نیول شوي او یا یې د تحقیقاتي خبریالۍ په اساس پر هغو موضوعاتو رپوټونه جوړ کړي، چې وایي د پاکستان پوځ او ځینې ریاستي ادارې یې حساس ګڼي.

رپوټ وایي د پلټنو په مهال ورته څرګنده شوه چې په پاکستان کې په تېره یوه لسیزه کې په ۲۲ وژل شویو خبریالانو کې د نیمایي خبریالانو وژنې ته د پارولو مشکوکه سرچینه د دې هېواد له پوځ، استخباراتو او سیاسي ګوندونو سره تړلې وه، ځکه نو وایي دا په اسانۍ سره معلومېدای شي چې د پوځ پراخېدونکی اغېز څنګه د ډار سرچینه ګڼل کېږي.

سي پي جې وایي د پاکستاني پوځ ویاند مېجر جنرل آصف غفور ته یې یوه تفصیلي غوښتنه ولېږله، چې د دوی د رپوټ په اړه خپل نظر ورسره شریک کړي، خو وایي هغه ځواب ور نه کړ او په وروستیو کې یې د ورسره لیدو غوښتنه هم رد کړه.

XS
SM
MD
LG