لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور ته د محرم په لسو ورځو کې د افغان کډوالو پر ورتګ بندیز


واشنګټن ـــ د پښتونخوا صوبې په مرکز پېښور کې د محرم د میاشتې په راتګ سره د نورو امنیتي تدابیرو تر څنګ د ممکنه پېښو د مخنیوي په خاطر دې ښار ته د افغان کډوالو پر ورتګ هم بندیز لګېدلی دی.

د پېښور د مرستیال کمیشنر ډاکټر عمران حمید شیخ له خوا په خپاره شوي فرمان کې ویل شوي، چې افغان کډوال نه شي کولای د محرم له لومړۍ تر لسمې پورې پېښور ښار خصوصاً پوځي چاوڼۍ ته ننوځي.

د پېښور د مرستیال کمیشنر ویاند ساجد خان رسنیو ته ویلي، د محرم په ورځو کې امام باړو ته په ور څېرمه هوټلونو، سرایونو او کورونو کې به د نابلده خلکو پر اوسېدو هم بندیز وي:

"ځایي خلکو ته به هم په هغو سیمو کې د داخلېدو اجازه نه وي چې امام باړې پکې موجودې دي. دا بندیز د معمول خبره ده او یواځې پر هغو افغان کډوالو نه دی چې په پېښور کې اوسېږي".

په پاکستان کې په وروستیو کلونو کې د شیعه مسلمانانو د محرم د میاشتې پر ماتمي جلوسونو وسلوال بریدونه وشول، چې له کبله یې د دې میاشتې په راتګ سره په ټولو ښارونو کې کلک امنیتي تدابیر نیول کېږي.

که څه هم د پاکستان د سرحدونو وزارت او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې یو این ایچ سي آر په وار وار ویلي، چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د دې هېواد په ناامنۍ کې لاس نه لري، خو پاکستاني چارواکي په محرم او د پاکستان د ازادۍ د ورځې په مناسبت د هغوی پر تګ راتګ بندیزونه اعلانوي.

د پېښور د مرستیال کمیشنر په فرمان کې د محرم په لومړیو لسو ورځو کې پر موټرسایکل د دوو کسانو پر ګرځېدو، پر دېوالونو خصوصاً د جوماتونو او امام باړو پر دېوالونو د جنجالي شعارونو پر لیکلو او خبرپاڼو وېشلو، د وسلې پر ګرځولو، له اذان او د جمعې له خطبې پرته د لوډسپیکر پر کارولو او په بامونو (چتونو) باندې پر درېدلو هم بندیز اعلان کړی دی.

دا بندیزونه د پاکستان د قانون د ۱۴۴مې مادې له مخې لګول شوي او خبرداری ورکړل شوی چې که چا ورڅخه سرغړونه وکړه نو له قانون سره سمه سزا به ورکړل شي.

د یادونې وړ ده چې د پېښور په شمول د پښتونخوا په ټولو سیمو کې په لکونو افغانان ژوند کوي او هره ورځ په زرګونه نور د تورخم له لارې پاکستان ته راځي، چې د محرم په ورځو کې به یې تګ راتګ اغېزمن شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG