لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېپل کمپنۍ نوې موبايلې او ګړۍ جوړې کړي


د امريکا د ټېکنالوجۍ کمپنۍ اېپل خپلې نوې موبايلي او ګړۍ جوړې کړي او مارکيټ ته يې وړاندې کړي دي.

د اېپل نوې ايي فون ماډل موبايلې اېکس اېس مېکس، اېکس اېس او اېکس ار نوميږي.

په نوي ايي فون کې دوه سيم کارډونه لګول کېدی شي، په دې موبايلو کې د ۱۲، ۱۲ مېګا پکسل دوه دوه کېمرې لګول شوي او بېټري به يې ډېر وخت چليږي.

د ايي فون اېکس اېس ميکس سکرين يا مخ شيشه ۶.۵ انچې غټه ده او د اېکس مېکس د پخواني اېکس ماډل هومره ۵.۸ انچې او اېکس ار ۶.۱ انچې ده.

ايي فون خپل وروستی موبايل اېکس يا ټين (لس) جوړ کړی ؤ.

د ايي فون اېکس اېس ميکس بيه ۱۰۹۹ امريکايي ډالره، ايي فون اېکس اېس بيه ۹۹۹ ډالره او اېکس ار بيه ۷۴۹ ډالره ده.

اېپل کمپنۍ نوې ګړۍ هم وړاندې کړې په کومه کې چې د زړه د حرکت مالومولو نظام جوړ کړی شوی دی.

اېپل د ټېکنالوجۍ لومړۍ کمپنۍ ده چې ماليت يې سږ کال لس کهربه ډالرو ته رسېدلی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG