لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اشرف غني: عادلانه نظام د بهرنیو په مرستو نه شي جوړېدی


د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني نن د زیارت په ورځ د شهید اوونۍ د لمانځلو په مراسمو کې ویلي، هغه نړیوالې اړیکې چې د زیاتو قربانیو په نتیجه کې ترلاسه شوي له لاسه به یې ورنه کړو.

نوموړي ویل "په سیمه کې ځیني غواړي چې له نړۍ سره زمونږ اړیکې له منځه یوسي ،هغه څه چې مونږ په عقل او قربانیو مو ترلاسه کړی دی په احساساتي پریکړو یې ولې له لاسه ورکړو".

محمداشرف غني د شهید اوونۍ غونډې کې چې د کابنبي غړو ،ګڼ شمېر ملکي او پوځي چارواکو، مدني فعالانو، د سیاسي ګوندونو مشرانو او د افغانستان د بیلا بیلو قومونو مشرانو په کې برخه اخیستې ده.

جمهور رئيس د سولې او د روانې جګړې د پاي په تړاو هم خبرې وکړې او وې ویل چې د سولې او د جګړې د پای لپاره شرایط برابر شوي او له دې رامنځته شویو فرصتونو څخه د افغانستان خلک باید ګټه پورته کړي اوخپل لاس په پکار شي.

هغه زیاته کړه د عادلانه نظام له جوړولو پرته عدالت نه پلی کیږي او داسې نظام د جوړولو لپاره د ولس او حکومت ترمنځ د قوي ارادې رامنځته کیدل اړین دي او دې هدف ته د رسیدو لپاره باید ولس د افغان حکومت لاس نیوی وکړي.

اشرف غني وویل "دا چې څه ډول ټولنیز عدالت منځته راړو دا باید واضحه کړو چې د عادلانه نظام له جوړولو پرته عدالت نه عملي کیږي او غواړم دا خبره روښانه کړم چې عالانه نظام په بهرینو مرستو نه شي جوړیدای، یوازې زمونږ او تاسي په قوې اراده او مټو جوړیدای شي".

جمهور رئیس ټولنیز تړون دامن او د ثبات لپاره مهم وګڼلو او د افغانستان له خلکو یې وغوښتل چې له نوي سوچ سره دې هدف ته د رسیدولپاره خپلې مټې راونغاړي.

XS
SM
MD
LG