لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پښین کې داسسټنټ کمشنر په ګاډي بمي برید،درې عسکر وژل شوي


دپاکستان دبلوچستان ایالت په پښین سیمه کې د یو لوړ پوړي انتظامي چارواکي یا اسسټنټ کمشنر په ګاډي بمي برید شوی چې پکې درې د لیویز عسکر وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

دپولیس سرچینو له مخې دغه بمي برید دپښین په بائي باس هغه مهال شوی چې د اسسټنټ کمشنر امیر زمان کاکړ ګاډی د لیویز د عسکرو په بدرګه کې تیریدلو.

پولیس وایي بم په یو موټر سائیکل کې اېښودل شوی ؤ اؤ داسسټنټ کمشنر د موټر تر څنګ الوځول شوی خو پخپله دغه لوړ پوړی انتظامي چارواکی خپل موټر کې موجود نه ؤ.

خو ځینې ازادې سرچینې دا دعوه هم کوي چې دا یو ځانمرګی برید ؤ.

سرچینې وایي پېښه کې درې عسکر وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي خو د ژوبل عسکرو وضعیت هم مرګونی ښودل کیږي.

د پېښې نه سمدستي وروسته په ګڼ شمیر امنیتي ځواکونه سیمدسې ته رسیدلي اؤ د لټونې عملیات یې پیل کړي دي.

تر دې مهاله ددغه چاودنې پړه چا پغاړه نه ده اخستې .

دپاکستان په ناقراره ایالت بلوچستان کې په دې وروستیو کې په امنیتي ځواکونو دبمي چاودنو اؤ ځانمرګي بریدونو لړۍ چټک شوې اؤ په ۱۶م جون هم دکوټې په سریاب روډ هم د ملیشې دعسکرو یو ګاډی په بم الوځول شوی ؤ چې پکې درې عسکر وژل شوي وؤ.

له دې وړاندې د روان کال په اتمه فرورۍ د کوئټې په درویش بلیلي سیمه کې په امنیتي ځواکونو یوه درنه بمي چاودنه شوې وه چې چې پکې ۶ امنیتي عسکر وژل شوي اؤ پینځه نور ژوبل شوي وؤ.

همدغه راز به ۱۴مه فرورۍ هم سریاب روډ کې د امنیتي ځواکونو په ګاډي نامعلومو وسله والو ډزې کړې وې چې ۴ عسکر پکې وژل شوي وؤ.

XS
SM
MD
LG