لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان:د سکرو درنګ کې دوه افغان مزدوران مړه شوي،دوه بې هوشه


دپاکستان دبلوچستان ایالت دکي سیمه کې د سکرو په یو درنګ کې د زهرژن ګیس دخوریدو له امله دافغانستان د زابل ولایت سره تعلق لرونکي دوه خواریکښ مړه شوي اؤ دوه نور بې هوشه شوي دي.

د ژغورنې مامورینو ویلي دغو مزدورانو دکي سیمه کې په زرګونو فټه ژور درنګ نه سکاره راویستل چې په دغه درنګ کې د زهرژن ګیس جمع کیدلو له امله یې ساه ګانې بندې شوې.

په پېښه کې مړه شوي اؤ بې هوشه شوي کسان د دکوټې سول روغتون ته رسول شوي دي اؤ د روغتون سرچینې وایي چې د بې هوشه شوؤ مزدورانو حالت د خطرې څخه بهر دی.

ددې پېښې نه درې ورځې وړاندې هم د کوهاټ په دره ادم خیل سیمه کې د سکرو په یو درنګ کې د چاودنې له امله نهه مزدوران مړه شوي شوي وؤ.

د روان کال په لمړیو اتوؤ میاشتو کې په بلوچستان ایالت د سکرو په درنګونو کې ۵۰ مزدوران مړه شوي اؤ یوازې تیره میاشت دغلته په دوؤ پېښو کې ۱۷ مزدوران مړه شوي وؤ.

د سکرو په درنګونو کې کار کول د کانو له درنګ څخه هم خطرناک ګڼل کیږي اؤ دپاکستان د معدنیاتو د ویستونکو داتحادیې د یو راپور له مخې په پاکستان کې هر کال د سکرو په درنګونو کې په رامینځته کیدونکو پېښو کې د ۱۰۰ نه نیولې تر۲۰۰پورې مزدوران خپل ژوند دلاسه ورکوي.

دپاکستان سترې محکمه کې دائر کړل شوې یوې عریضې کې ویل شوي چې دکال ۲۰۱۰م نه تر کال ۲۰۱۸م پورې موده کې د سکرو درنګونو کې ۴۵ پېښې رامینځته شوي چې د۳۱۸نه زیات مزدوران مړه شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG