لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دډیمونو مخالفت کوونکو باندې دغدارۍ دمقدمو جوړؤلو ګواښ


دپاکستان د سترې محکمې مشر قاضي میا ثاقب نثار ګواښ کړی چې که هیواد کې د اوبو د نوؤ بندونو جوړؤلو دمخنیوي هڅه چا وکړه نو په ضد به یې دغدارۍ مقدمې سورولی شي.

دپاکستان د سترې محکمې اؤ حکومت لخوا د اوبو د دوؤ نوؤ ډيمونو جوړؤلو دپاره خلکو نه د چندو په راټولولو په ټولنیزو رسنیو کلکې نیوکې روانې دي خو مشر قاضي وایي د اوبو ارزښت اوس له سرو زرو هم سیوا دی هغه به څوک په اوبو ډاکې وهلو ته پرې نه ږدي.

دخالي په ورځ دسترې محکمې دلاهور څانګه کې د بوتلو د اوبو دکمپنیو په اړوند د دوسیې اوریدنې په مهال مشر قاضي ویلي هغه دائین د شپږمې مادې مطالعه پیل کړې اؤ اوس چې څوک د ډيمونو جوړولو مخه نیسي په ضد به یې ددغه مادې لاندې ګامونه اخستل کیږي.

د پاکستان د سترې محکمې مشر قاضي میا ثاقب نثار د جولايۍ د میاشتې په سر کې د مومند او بهاشا ډېمونو جوړولو دپاره د بېنک اکاؤنټونو خلاصولو ويلي، په کومو کې چې پکې چې خواوشا دوه اربه روپۍ مرستې عام ولس اؤ‌ قابو یو نیم ارب روپۍ پوځ ورکړي دي.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان روانه میاشت ويلي که د اوبو د ساتنې او سمبالولو دپاره په سمدستي ډول ګامونه پورته نه شو نو په ۲۰۲۵م کې به په ملک کې د فصلونو دپاره اوبه نه وي پاتې او په ملک کې به قحط جوړ شي.

هغه بهرنیو هیوادونو کې میشتو پاکستانیانو نه غوښتنه کړې ده چې د اوبو د نوؤ بندونو دپاره دې سړي سر ۱۰۰۰ډالر هیواد ته ولیږي.

دعمران خان اؤ مشر قاضي لخوا ډیمونو دپاره په چندو راټولولو که یوخوا دهغوئ ستائنه کیږي نو بلخوا په سوشل میډیا سختې نیوکې هم روانې دي چې ډيمونه په چندو نه جوړیږ

XS
SM
MD
LG