دپاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي کابل ته دخپل یو ورځني سفر په مهال دافغانستان ولسمشر اشرف غني سره لیدلي اؤ دافغانستان اؤ سیمې دامن اؤ ثبات په اړوند یې ورسره خبرې اترې کړي دي.
ښاغلی قریشي دشنبې په سحر کابل ته پخپل یو ورځني سفر تللی چې دغلته ورته د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال اؤ نورو چارواکو هرکلی ویلی دی.
افغانستان ته دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي خپل دا سفر په داسې حال کې کړی چې د دواړو هیوادونو ترمینځ اړیکې سختې تاؤژنې شوي اؤ کابل په اسلام اباد تورونه لګوي چې په افغانستان یې نااعلانه جګړه تپلې ده.
دپاکستان د دولتي راډیو له مخې کابل ته له رسیدو وروسته لمړی شاه محمود قریشي دافغان ولسمشر اشرف غني سره ولیدل اؤ د دواړو هیوادونو ترمینځ د اړیکو په پراخولو،افغانستان اؤ سیمه کې دامن اؤ ثبات په ټینګښت یې ورسره خبرې وکړې.
اشرف غني سره له لیدنې وروسته دافغانستان دبهرنیو چارو په وزارت کې د دواړو هیوادونو ترمینځ د ډلو په کچه خبرې پیل شوي دي.
دافغانستان دبهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت الله احمدي وائس اف امریکا ډیوه سره خبرو کې ویلي دپاکستان دغه مهم پلاوی به دافغانستان چارواکو سره په یولړمهمو امنیتي مسایلو،دوه اړخیزو سیاسي اړیکو،له ترهګرۍ سره دمبارزې اودافغانستان اوپاکستان دسولې دعمل پلان او یوالي پرمضوعاتو به خبرې کوي.
اخوا د پاکستان د بهرنیو چارو ددفتر ویاند ډاکټر محمد فیصل پخپل یو ټوئټ کې لیکلي چې دپاکستان د بهرنیو چارو د وزیر لخوا د خپل لمړي بهرني سفر دپاره د کابل انتخاب په ډاګه کوی چې پاکستان دافغانستان اؤ سیمي امن ته څومره ارزښت ورکوي.
هغه لیکلي کابل ته د شاه محمود قریشي ددې سفر له امله به په راتلونکي کې افغانستان کې دسولې خبرو اؤ د خپل منځي اړیکو په پراختیا کې نور لاس امداد وشي.
دپاکستان وزیراعظم عمران خان واک ته له رسیدلو وروسته پخپله لمړۍ وینا کې ویلي وؤ چې افغان حکومت سره به ښې اړیکې جوړوي،دسولې په راوستو کې به مرسته کوي اوهڅه به وکړي چې داروپايي هیوادونو په څیر افغانستان سره دخپل هیواد پولې پرانستې وساتي.