لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل د اسلام اباد نه د خپل سفارتکار وژونکی غوښتی


د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، افغانستان يو ځل بيا د پاکستان نه غوښتي چې په کراچۍ کې د افغان سفارتکار وژونکی دې ورته وروسپاري.

د وزارت د بيان ترمخه د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د کابل په سفر کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني سره په ليدنه کې دغه غوښتنه شوې ده.

د پاکستان په غټ صنعتي ښار کراچۍ کې د افغانستان په قونصلګرۍ کې تېر کال د فرورۍ په مياشت کې يو سفارتکار محمد ذکي ابدو په ډزو وژل شوی ؤ.

د کراچۍ پوليسو په هغه وخت ويلي ؤ ډزې خپل افغان ساتونکي کړي او سفارتکار یې وژلی دی.

پاکستان کې د افغانستان سفير عمرزاخېلوال او د کراچۍ پوليسو ویلي ؤ دغه پېښه د شخصي شخړې په سر رامنځته شوې وه، پوليسو ويلي ؤ ډزې کوونکی يې نيولی.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په خپل بيان کې ویلي، رباني يو ځل بيا د پاکستانه غوښتي چې د محمد ذکي ابدو وژونکې دې افغانستان ته ورکړی شي.

بیان کې ويل شوي شاه محمود قرېشي د لوړ پوړي پلاوي سره د کابل په سفر کې د افغانستان او پاکستان د سولې او پېوستون د کاري پلان په عملي کولو ټینګار کړی دی.

نوموړي رباني د ښاغلي قرېشي د کابل په سفر او د ۴۰ ټنه غنمو افغانستان ته په ورکولو مننه کړې او ويلي يې دي،

"که د ياد پروګرام لاندې په وخت باندې په کړو ژمنو عمل وشي نو دا به په دواړو هېوادونو او سيمه کې ثبات او پرمختګ راولي".

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په خپل بيان کې افغانستان ته د ۴۰ زره ټنه غنمو يادګېرنه کړې ده.

د دواړو وزیرانو په ناسته کې د افغانستان، پاکستان او چين ترمنځ ليدنو، د علماؤ د ناستې، د افغانستان او پاکستان د سولې او پېوستون په کاري پلان او دوه اړخيزه اقتصادي اړيکو باندې خبرې اترې شوي دي.

شاه محمود قرېشي د خالي، شنبې په ورځ د لوړ پوړي پلاوي سره د کابل سفر کړی، افغانستان ولسمشر اشرف غني، اجرائي رئيس عبدالله عبدالله او د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني سره یې ليدلي وو.

پاکستان کې د تحريک انصاف ګوند د حکومت جوړېدو وروسته د شاه محمود قرېشي د کوم بهرني هېواد دا لومړی سفر ؤ چې کابل ته يې کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG