لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اورکزو کې د کور راغورځېدو له امله د يوې کورنۍ څلور تنه مړه شوي


په بره اورکزو کې تېره شپه د بارانونو له امله د کور راغورځېدو پېښه کې ښځه، خاوند او د دوی دوه ماشومان په ځای مړه شوي دي.

د اورکزو مرستیال کمشنر حېدرحسېن ميډيا سره په خبرو کې ويلي، دا پېښه سهار ته نزدې د شپې په مهال رامنځته شوې او په ډوپکي غرئيزه علاقه کې کور راغورځېدلی دی.

نوموړي پخلی کړی ښځه، خاوند، د دوی يو څلور او يو دوه کلن ماشومان، څلور واړه د کوټې لاندې ګېر شوي او جسدونه يې د ملبې لاندې راويستل شوي دي.

هغه ويلي علاقې ته د ليویز او ملېشې سرتيري رسېدلي او امدادي کارونه يې ترسره کړي دي.

د ډوپکي سيمه د کرمې لرې پرته غرئيزه علاقه ده او دغلته زيات کورونه کچه دي د خټو او ګټو نه جوړ دي.

دغه سيمه چې پېښه پکې رامنځته شوې دا علاقه هم په تېرو کلونو کې د ترهګرۍ پرضد عملياتو ښکار پاتې شوې او خلکو ترې کډې کړې وې.

په اورکزو او نزدې سيمو کې د تېرو درېو ورځو راهسې بارانونه روان دي. پرون د خالي، شنبې په ورځ په سيمه کې باران ودرېدلی خو د تېرې شپې راهسې بيا پېل شوی دی.

د پاکستان د موسمياتو د محکمې ترمخه نن د اتوار ورځ به د ملک په زياترو برخو کې باران نه وي، په شمالي برنو غرئيزه علاقو کې ځای په ځای د تېزې سيلۍ د باران امکان څرګند کړی شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG