لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان ماشوم او د هغه سپۍ د سولې په ولسي حرکت کې


افغان لس کلن ماشوم حکمت الله چې مور يې په هاوان مرمۍ (مارټر) وژل شوې هغه د سولې په ولسي حرکت کې شامل شوی کوم چې د جون راهسې د افغانستان په بېلابيلو برخو کې د سولې د پېغام او تشدد ختمولو دپاره په سلګونو کلوميټره تګ کړی دی.

حکمت الله وي او ای سره په خبرو کې ويلي، "هاوان مرمۍ مو په کور ولګېده او مور مې پکې مړه شوه، زه د سولې په ولسي حرکت کې شامل شوم، زه نه غواړم چې د نورو ماشومانو ميندې مړې شي".

حکمت الله په افغانستان کې په جګړه کې ښکېلو ټولو فريقېنو باندې غږ کړی چې د سولې لاره خپلې کړي تر څو هغه او نور ماشومان سکولونو ته لاړ شي.

حکمت الله او پلار يې د هلمند سولې ولسي حرکت سره په غزني کې شامل شوي وو.

د سولې پېغام

د سولې حرکت چې کابل ته ورسېد د حکمت الله پلار بيرته غزني ته لاړو خو لس کلن ماشوم د حرکت سره شمالي افغانستان پله د تګ فېصله کړې ده.

حرکت د جمعې په ورځ د بلخ مرکز مزارشريف ته رسېدلی، دوی چې په پښو يې پېزار نه ؤ ۶۵۰ کلوميټره سفر په ۳۲ ورځو کې کړی دی.

د کابل نه په لسم اګست بلخ ته روان شوي حرکت هغه بېنر اخيستی چې پرې ليکل شوي، " زمونږ پېغام د سولې/ امن دی".

د حرکت يو غړي په بلخ کې رسنيو سره په خبرو کې ويلي دغه سفر سخت دی خو د هيلې ډک دی.

د سولې ولسي حرکت چې حکمت الله پکې شامل دی په په جنوبي هلمند کې په لوبغالي د ترهګر برید وروسته پېل شوی په کوم بريد کې چې ۱۴ تنه وژل شوی وو.

دې ولسي حرکت بيا د هلمند نه ترکابل پورې د ۸۰۰ کلوميټرو نه زياته لار وهلې په څو صوبو تېر شوي د جګړې او تشدد پرضد يې مظاهره کړې ده.

"څارنه" سپۍ

د سولې ماشوم فعال ويلي، دغه سپۍ چې څارنه نوم يې پرې اېښودی د کابل نه د بلخ په لار د دوی ملګرې شوې ده.

دا د لارې سپۍ د کابل نه د بلخ په سفر کې د حرکت سره ملګرې شوې ده.

د حرکت يو غړي عبدالمالک همدرد وي او ای ته ويلي، " اول مونږ خيال کوو چې دا سپۍ به زمونږ نه واپس شي، مونږ ده ته څارنه نوم ورکړو ځکه چې دی د ډلې د ټولو غړو خيال کوي".

همدرد وايي، "څارنه چې زمونږ په مینځ کې پردی يا نااشنا سړی وويني غاپي".

د حرکت غوښتنې

د سولې ولسي حرکت غوښتنې لري چې په سمدستي ډول دې اوربند وشي، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ دې د سولې خبرې پېل شي".

محمد موسی ازاد وايي، "مونږ ټول سوله غواړو، مونږ په افغانستان کې سولې ته اړتيا لرو او مونږ د خپلو غوښتنو د پاره ملاتړ غواړو".

د بلخ د سفر وړاندې حرکت د جولایۍ په مياشت کې په کابل کې د پاکستان د سفارتخانې مخې ته پرلت وهلی، د دوی په وېنا چې پاکستان د افغان طالبانو ملاتړ کوي د پاکستان نه يې غوښتي چې دغه ملاتړ پرېږدي.

دوی په دغه اړوند د جولايي په مياشت کې ملګرو ملتونو ته خط هم لېږلی دی.

خو پاکستان داسې تورونه ردوي چې په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ کوي".

په حرکت د امريکا د ملاتړ تور

طالبانو د سولې ولسي حرکت ته د اپرېل په مياشت کې ګواښ کړی چې د دوی د ولقې لاندې سيمو نه په ډډه واوسي، لارښوونه يې کړې چې د افغانستان او نېټو د پوځي اډو مخې ته احتجاج پېل کړي. دوی حرکت د امریکا په ملاتړ هم تورن کړی ؤ.

د حرکت يو غړي زمري ځلاند د طالبانو دغه تورونه رد کړي چې دا حرکت امريکا جوړ کړی دی، هغه ويلي ؤ دوی تيار دي چې پلټنې يې وشي او طالبان دې ثابته کړي چې حرکت امریکا جوړ کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG