لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشریف، لور او زوم يې بيرته جېل ته لېږل شوي


نوازشريف، د هغه لور مريم نواز او د مريم نواز مېړه محمد صفدر بيرته اډياله جېل ته لېږل شوي دي.

دوی درې واړه د نوازشريف د مېرمن کلثوم نواز په مړينه د هغې په جنازه او فاتحه کې د ګډون دپاره د جېل نه په اجازت پرېښودی شوي وو.

کلثوم نواز د تېرې نهې په ورځ په لندن کې په حق رسېدلې او بيا دغو درې واړو کسانو ته د کلثوم نواز په جنازه او فاتحه کې د ګډون دپاره تر پرون ګل، دوشنبې د ورځې پورې وخت ورکړی شوی ؤ.

دوی درې واړه پرون د لاهور نه په الوتکه کې پېنډۍ ته رسول شوي او جېل ته منتقل کړی شوي دي.

د پنجاب صوبې د قانون وزير راجه بشارت وي او ای ته ويلي دوی د نور اجازت خواست نه ؤ شوی کنه دوی به پرې د قانون ترمخه فېصله اورولی وی.

نوازشريف ته د ملک نه بهر د جايداد ساتلو په قضيه کې د احتساب عدالت د لسو کالو بند، مريم نواز ته د اووه کالو بند او صفدر ته د يو کال بند سزا اورولې ده.

راپورونه وايي د دوی درې واړو د سزا معطل کولو پرضد د خواست اورېدنه نن بيا کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG