لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان نوي بجټ کې موبائیلونه،لویې ګاډي اؤ سیګریټ ګران کړل شوي


دپاکستان نوي حکومت د وړوکي بجټ وړاندې کولو پر مهال په سګریټو ، لویو ګاډو اؤ ګران بیعه موبائیل فونونو دډیوټۍ یا ګمرک سیوا کولو اؤ د لږ تر لږه پنشن ۱۰زرو روپو ټاکلو وړاندیز کړی دی.

د سه شنبې قامي اسمبلۍ ته دترمیم کړل شوې مالیاتي قانوني مسودې وړاندې کولو په وخت د خزانې وزیر اسد عمر ویلي دي معیشت ته اډاڼه ورکول،روزګارونه اؤ برامدات سیوا کول اؤ هیواد د پورونو دبار څخه ویستل دحکومت د اولیتونو څخه دي.

دخزانې وزیر وویل د انرژۍ په څانګه کې د تیرو پروسکال څلور نیم سوه اربه روپۍ خساره شوې ده،د ګیس څانګه کې هیواد د ۱۰۰اربو روپو خسارې سره مخ دی اؤ‌ په هیواد بهرني پورونه ۹۵ اربه ډالرو ته رسیدلي دي.

هغه وویل په تیرو څو میاشتو کې د ډالر په مقابله کې د هیواد د روپۍ ارزښت شل روپۍ غورځيدلی اؤ له دې امله په نزدې راتلونکي کې د پټرولو نرخ هم د یو لیټر په سر شل روپۍ سیوا کیدلی شي.

هغه وویل حکومت د مزدورانو دپاره د ۱۰ؤ لکو کورونو جوړولو منظوري ورکړې ده اؤ د علاج دپاره به بې وزلو وګړو ته صحت کارډ ورکولی شي چې په هغې به هر وګړي ترپینځوؤ لکو اؤ ۴۰ زرو پورې پخپل علاج مصرف کولی شي.

دخرانې وزیر اعلان کړی چې دیامر اؤ بهاشا ډیمونه به راتلونکو شپږو کالو کې جوړولی شي‌اؤ د ډیمونو دپاره اېښودل شوؤ‌ پیسو کې به هیڅ کموت نه راوستل کیږي.

اسد عمر دا هم وویل چې د پاکستان اؤ چین په اقتصادي لاره یا سي پیک کې به هیڅ بدلون نه کیږي.

هغه وویل چې وروسته له دې به د وزیراعظم ، وزیرانو اؤ مراعات لرونکې طبقې څخه هم ټیکس اخستل کیږي.

په دغه بجټ کې وړاندیز شوی دی چې څوک دکال څلورو نه تر اتوؤ لکو روپۍ ګټي هغوئ نه به زر روپۍ ټیکس اخستل کیږي اؤ تر ۵۰ لکو کلیز امدن باندې به شپږ لکه ټیکس اخستل کیږي.

دحکومت مخالفو سیاسي ګوندونو دا بجټ د ایي ایم ایف بجټ ګرځولی اؤ ویلي یې دي چې د بجټ وړاندې نه هم حکومت په ولس د ګیس د ګرانولو بم غورځولی اؤ اوس یې نور شیان ګران کړي دي.

دمسلم لیګ نواز په تیر حکومت کې د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل خبریالانو ته ویلي دهغوئ حکومت په هاغو خلکو ټیګس کم کړی ؤ چې دکال د دوؤ لکو نه کم امدن لري خو موجوده حکومت دا ټیکس بیا خیژولی دی.

هغه وویل “دا د ایي ایم ایف بجټ دی ، دبجټ نه ورړانې نه د ګیس نرخونو کې په اضافي اولس ته د یو نیم سل اربو روپو ستن وهل شوې وه ،اوسني بجټ سره به د خوراک څښاک د شیانو بیعې نورې هم لوړې شي”

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG