لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سپریم کورټ دپوځي محکمې لخوا څلورو کسانو ته د تیزندۍ ورکولو په امر عمل ودرولی


دپاکستان سترې محکمې دهاغو څلورو کسانو په سزا دعمل ودرؤلو امر کړی چې دهیواد پوځي‌ محکمې ورته په سوات اؤ بټګرام کې دترهګرۍ پېښو کې د ککړتیا په تور د مرګ سزاګانې اورؤلې دي.

دمحمد شیر ،اسرار احمد،عبدالمجید اؤ محمد عمر په نوم ددغو کسانو لخوا سترې محکمې ته خواست شوی ؤ‌ چې پوځي محکمې هغوئ ته د مرګ کومې سزاګانې اورولي هغه باید عملي نه شي ځکه چې دوئ د ترهګرۍ په پېښو کې لاس نه لري.

په محمد شیر تور دی چې سوات کې یې یو سرکاري سکول سوځولی ؤ، اسرار احمد اؤ عبدالمجید باندې مالم جبه کې د یو سرکاري ریسټ هاوس د سوځولو اؤ محمد عمر باندې بټ ګرام کې د ترهګرۍ پېښه کې دلاس لرنې تور دی.

ددغو څلورو واړو کسانو په ضد مقدمې دپاکستان پوځي‌ محکمه کې چلیدلې وې اؤ‌ پوځي محکمې ورته د مرګ سزاګانې اورؤلې وې خو هغوئ ددغو سزاګانو په ضد سترې محکمې ته عریضې کړې وې.

دسه شنبې په ورځ دسترې محکمې د قاضي عظمت سعید په مشرۍ درې کسیزې څانګې ددغو دوسیو اوریدنه کړې اؤ دا دوسیې یې د زیاتو قاضیانو په څانګه یا لارجر بینچ کې د څيړلو دپاره دسترې محکمې مشر قاضي ته استولې ده خو محکمې په سمدستي ډول د یادو کسانو په سزا ګانو دعمل ودرؤلو امر هم کړی دی.

په کال ۲۰۱۴م کې دپیښور په ارمي پبلک سکول دترهګریز برید نه وروسته ائین کې دبدلون دلارې دوؤ کالو پوځي محکمو کې دغیر پوځي کسانو په ضد د مقدمو چلولو منظوري ورکړل شوې وه چې تیر کال یې موده سرته رسیدلې وه خو پارلیمان دغه موده نوره غځولې ده.

دبشري حقونو نړیوال اؤ سیمه ییز سازمانونه د شورو څخه پاکستان کې دپوځي محکمو په فعالیت نیوکې کوي اؤ وایي چې ددغو محکمو ترسره کیدونکې قضایي چارې پټې ساتل کیږي اؤ اندیښنه ده چې تورنو کسانو ته پکې دځان سپینولو موقعې نه ورنکړل کیږي.

حکومت اؤ پوځ وایي چې په دغو محکمو کې تورنو کسانو ته د ځان دسپیناوي ټولې موقعې ورکړل کیږي اؤ دسزاګانو په ضد ورته د اپیلونو حق هم ترلاسه وي.

XS
SM
MD
LG