لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کالاباغ ډېم په جوړولو دې يو والی رامنځته شي، د سپريم کورټ فېصله


د پاکستان سترې محکمې په قوم غږ کړی چې د کالاباغ ډېم په جوړولو يو والی رامنځته کړي او د اړونده چارواکو او څلورو واړو صوبو څخه يې غوښتي چې د راتلونکي نسل د مستقبل او خوشحالۍ دپاره خپل مخالفتونه د مينځه لرې باسي.

سترې محکمې په ملک کې د ډېمونو جوړولو او اوبو د کمي په اوړند مقدمه کې فېصله اورولې او د سترې محکمې مشر قاضي ميا ثاقب نثار په خپله د ۲۶ مخونو دغه فېصله لیکلې چې ورسره نور درې ججان هم په بنچ کې شامل وو.

فېصله کې ويل شوي، "عدالت د پاکستان ټولو وګړو ته وايي چې د ټولو د ښې دپاره عامو ګټو ته درناوي وکړي او د کالاباغ ډېم جوړولو په لړ کې د يو والي دپاره سخت محنت وکړي".

د فېصلې ترمخه "مونږ ته د دې ډېمونو بيا په ځای کول دي، په ځانګړي ډول هغه چې لوی دي او هغه قامي پروژې چې ګټه يې د ټول قام وي، نه چې د يوې ځانګړې ډلې يا تن چې قيمت يې بل ورکوي".

د ورځپاڼې ټريبيون ترمخه د مقدمې د اورېدنې په څلور قاضيانو کې چې د درېو تعلق د پنجاب صوبې سره دی د مقدمې وروستۍ اورېدنه د جولايۍ په څلورمه نېټه شوې وه.

د پاکستان دوه صوبې خېبرپښتونخوا او سندهـ په ښکاره د کالاباغ ډېم مخالفت کوي او وايي دا د پنجاب په ګټه دی.

سترې محکمې په فېصله کې د شريکو ګټو د شورا (کونسل اف نيشل انټرسټ يا سي سي ايي) د پخوانيو پرېکړو يادګېرنه کې ده.

عدالت د مايوسۍ څرګندونه کړې چې د سي سي ايي د کال ۱۹۹۱ د ستمبر د ۱۶ او ۱۹۹۸ د مې د نهمې نېټې د پرېکړو په نظر کې نيولو سره د کالاباغ ډېم جوړولو دپاره چارواکو ګامونه نه دي پورته کړي.

د سي سي ايې دغه دواړه پرېکړې د پنجاب سره تعلق لرونکي نوازشريف د وزيراعظمۍ په وخت کې شوې وې.

سي سي ايي په لومړۍ فېصله کې د ګڼ اړخيزې پروژې جوړولو منظوري ورکړې او دغه ډول په ۱۹۹۸کې په خپله دوېمه پرېکړه کې يې د کالاباغ ډېم جوړولو په لار کې د خنډانو لرې کولو او سياسي او تکنيکي تياریانو نيولو ويلي ؤ.

عدالت ويلي څلور واړه صوبې دې د سي سي ايي د کال ۱۹۹۰ د لسيزې د کالاباغ ډېم جوړولو تړون ته درناوی وکړي.

درې ورځې وړاندې هم مشر قاضي ميا ثاقب نثار ويلي ؤ که قوم يو شو نو د ديامير بهاشا ډېم او مومند ډېم نه وروستو به کالاباغ ډېم هم جوړوي.

د نوموړي دغه بيان ته سخت غبرګون ويل شوی او د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا صوبې مشر امير حېدر خان هوتي ويلي ؤ،

"د کالا باغ په اړوند د صوبو دريځ ښکاره دی، مونږ د ډېمونو پرضد نه يو، مونږ د خپلې تباهۍ پرضد يُو، عوامي نيشنل ګوند په ملک کې د اوبو د ضرورت دپاره د نوؤ ډېمونو ملاتړ کوي، خو عدالت ته پکار دي چې په لانجمنو پروژو کې لاس نه وهي".

د سندهي ملت پاله ګوند قومي عوامي تحريک مشر اياز لطيف پليجو د کالا باغ ډېم جوړولو ته د سندهـ صوبې د مرګ ورانټ ويلي او زياته کړې يې وه دوی به پارليمان، عدالت يا بله کومه محکمه د سندهـ تباهۍ ته نه پرېږدي چې په درياې سندهـ باندې ډېم جوړ کړي.

خبريال اوېس توحيد په ټویټر ليکلي،

"مونږ ټول د اوبو د زېرمو دپاره يُو خو مونږ د لانجمنه ډېم د جوړولو دپاره نه يُو. مونږ د جنرال ضيا او جنرال مشرف په وخت کې د کالاباغ ډېم مخالفت کړی دی دا مخالفت به دوامداره ساتو".

د پاکستان د سترې محکمې مشر د ډېمونو د غټو پروژو خبره په داسې حال کې کړې چې پاکستان په خپله توان نه لري چې ديامير بهاشا ډېم جوړ کړي اود سترې محکمې مشر او وزيراعظم عمران خان غواړي چې بهاشا ډېم په چندو جوړ کړي.

د رپوټونو ترمخه د دياميربهاشا ډېم په جوړولو ۱۴۰۰ اربه روپۍ لګښت راځي، په دې حساب که په مياشت کې دوه اربه روپۍ چنده راټوليږي نو دا به ۷۰۰ مياشتې يا ۵۸ کاله وخت ونيسي چې ۱۴۰۰اربه روپۍ راټولې شي، او هغه وخت به په ډېم لګښت د کهربونو روپو حساب ته رسېدلی وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG