لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايشيا کپ: پاکستان او هند نن يو بل ته مخامخ کيږي


د پاکستان او هند کرکټ لوبډلې د ايشيا کپ په روانو سياليو کې نن د متحده عرب اماراتو په دوبۍ لوبغالي کې يو بل ته مخامخ کیږي.

لکه د تېر په څېر د پاکستان او هند په دې لوبه هم د دواړو هېوادونو په مطبوعاتو او ټولنيزو رسنيو کې تاؤدنه بحثونه روان دي.

د رپوټونو ترمخه د نني (شورو، چهارشنبې) د ورځې د پاکستان او هند د سيالۍ ليدو دپاره ټول ټکټونه خرڅ شوي دي.

د دواړه لوبډلې په وروستي ځل د کال ۲۰۱۷م د کرکټ نړيوال کونسل په چيمپئنز ټرافۍ کې مخامخ شوې او پاکستان د هند نه دغه فاينل ګټلی ؤ.

د ايشيا کپ په ګروپ (ای) کې پاکستان او هند دواړو په خپلو لومړو سياليو کې د هانګ ګانګ لوبډلې ته ماتې ورکړې ده او نن د ټورنامنټ پينځمه لوبه کيږي.

دا لوبه به د پاکستان په وخت مازيګر په څلور بجې پېل کيږي.

د هند د کرکټ لوبډلې ياد بېټسمېن لوبغاړی ويرات کوهلي نن د پاکستان پرضد سيالۍ کې نه لوبيږي.

د پاکستان د کرکټ لوبډلې کپتان سرفراز احمد ويلي، کوهلي په نړيوال کچ تکړه لوبغاړی دی د هغه په لوبډله کې د نشتوالي نه به په لوبه فرق وي خو د هندي لوبډلې سره نور هم ښه لوبغاړي شته.

پرون د نهې ، سه شنبې په ورځ نوموړي ویلي، د هند لوبډله ښه ده خو د خپلې لوبډلې د بيټګ او بالينګ ستاينه یې کړې او ویلي يې دي لوبه به د فشار پرته کوي.

دغه رنګ د هند د لوبې مشري کوونکي روهت شرما ويلي، د دوبۍ موسم تود دی خو دوی به هڅه کوي چې ښه لوبه وکړي. هغه ويلي لوبډله به يې د ګټې د جذبې سره مېدان ته کوزيږي.

په ايشيا کپ کې د پاکستان او هند سيالۍ

د ايشیا کپ په سياليو کې پاکستان او هند يو بل ته ۱۲ ځله مخامخ شوي شپږ ځله هند ګټه ترلاسه کړې پينځه سيالۍ پاکستان ګټلي او يوه لوبه د باران له امله نه وه شوې.

د ايشيا کپ په لومړي ټورنامنټ کې چې په ۱۹۸۴ کې شوی ؤ هند پکې په ۵۴ رنزونو پاکستان ته ماتې ورکړې وه، په دغه ټورنامنټ کې د پاکستان، هند او د سري لنکا لوبډلو برخه اخیستې وه.

د ۱۹۸۸ په ايشيا کپ کې بيا هند ـ پاکستان ته ماتې ورکړې وه دا سيالي په بنګله دېش کې شوې وه. پاکستان په ۱۹۹۵ کې په لومړي ځل د ايشيا کپ په سیاليو کې هند ته ماتې ورکړې وه کومه سيالي چې په متحده عرب اماراتو کې شوې وه.

په ۱۹۹۷ کې په سري لنکا کې د دواړو لوبډلو سیالي د باران ښکار شوې او په ۲۰۰۰ کې پاکستان په بنګله دېش کې هند ته ماتې ورکړې وه.

په ۲۰۰۴ کې په سري لنکا کې ترسره شوي ايشيا کپ کې پاکستان بيا هند ته ماتې ورکړې وه.

د ۲۰۰۸ په ټورنامنټ کې لومړۍ سيالي هند ګټلې خو په سيمې فاينل کې دا دواړه لوبډلې يو بل ته مخامخ شوې او پاکستان بيا دغه سيالی ګټلې وه.

د۲۰۱۰ سیالۍ بيا هند ګټلې کومه چې په سري لنکا کې شوې وه.

په ۲۰۱۲ کې هم هند پاکستان ته ماتې ورکړې خو په ۲۰۱۴ کې بيا پاکستان د هند نه سيالي ګټلې وه.

د ۲۰۱۶ ايشيا کپ په شلو اوورونو کې شوی او په دغه ټورنامنټ کې د پاکستان او هند په سیالۍ کې هند بريا ترلاسه کړې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG