لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غنی: داعش ډله په ننګرهار کې ماته شوې


د افغانستان جمهور ريیس محمد اشرف غني ویلي داعش ډله په ننګرهار کې ماتې شوې او د فکري اړخه داعش ته د ماتې ورکولو لپاره باید د افغانستان سني اوشیعه دیني علما یوې اجماع ته ورسیږي.

محمد اشرف غني پرون ماښام د کابل ښار لویدیځې برخې له مخورو مشرانو، دیني علماؤ او ځوانانو سره د لیدنې پرمهال زیاته کړه، افغانستان د هیڅ هېواد د نیابتي جګړو مېدان نه دی او د دغه نیابتي جګړې مخه باید ونیول شي.

نوموړي زیاته کړه دوښمن هغه هدف چې غوښتل یې د هېواد ځینې ولایتونه ترخپلې ولکې لاندې راولي نه دی ترلاسه کړی او په وېنا یې د داعش ډله د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې ماته شوې ده.

جمهور ريیس محمد اشرف غني ویلي داعش ته باید له فکري پلوه ماتې ورکړو او همداراز نوموړي له سني او شیع دیني علماوو وغوښتنه وکړه چې په دې تړاو یوې بشپړې اجماع ته ورسیږي.

د ښاغلي غني په وېنا په افغانستان کې روانه جګړه بېلابیل اړخونه لري او هدف یې هم زمونږ ملي وحدت، ملي وفاق، د قانون حاکمیت، امنیتي او دفاعي ځواکونه او زمونږ خلک په نښه کوي او دغه راز اوسنۍ جګړه د پخوانیو جګړو خلاف هیڅ اصول هم نه لري.

جمهور رییس وايي، دا مهال د افغانستان د خلکو په ضد سراسري جګړه روانه ده چې موخه یې د افغانستان د امنیتي او د فاعي ځواکونو کمزوري کول دي، په کار ده چې زمونږ د امنیتی او دفاعي ځواکونو په اړه یوه غیر سیاسي اجماع رامنځته شي.

محمد اشرف غني د بېلا بیلو وسله والو ډلو د بریدونو په تړاو وویل چې افغان امنیتي ځواکونه له خپلې خاورې د بشپړې دفاع کولو وړتیا لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG