لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان:دامنیت په ترلاسه کولو به جلال اباد کې خپله قونصلګري خلاصه کړو


پاکستان ویلي دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دکابل سفر کې افغان چارواکو سره ګټورې خبرې کړي دي اؤ د امنیت ترلاسه کیدلو وروسته به جلال اباد کې دپاکستان قونصلګري یو ځل بیا پرانستل شي.

د چهارشنبې په ورځ اسلام اباد کې مطبوعاتو ته د احوال تیرولو په وخت دپاکستان د بهرنیو چارو ددفتر ویاند ښاغلي ډاکټر محمد فیصل ویلي دکابل سفر کې خارجه وزیر شاه محمود قریشي افغان چارواکو سره جلال اباد کې د پاکستان دقونصلګرۍ د تړل کیدو په اړوند خبرې کړي اؤ هیله ده افغان دولت به قونصلګري ته ډير زر امنیت ورکړي.

پاکستان روانه میاشت جلال اباد کې خپله قونصلګري ددې تورونو له امله تړلې چې دننګرهار والي د قونصلګرۍ دامنیت چارو کې لاس وهنه کوي.

خو دننګرهار والي بیا دا تورونه رد کړي اؤ دریځ یې خپل کړی چې په افغان قونصلګرۍ کې د ویزو پسر افغانانو نه بډې رشوتونه اخستل کیږي اؤ سپکاوی یې کیږي.

ښاغلي ډاکټر محمد فیصل ویلي دافغانستان اؤ پاکستان د ګډ میکانزم غونډه به داکتوبر په دوهمه اوونۍ کې کیږي چې پکې به دواړه خواوې افغانستان اؤ سیمه کې د امن د ټینګښت په چارو هم خبرې کوي.

د روانې میاشتې په ۱۵مه نیټه د پاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي کابل ته خپله لمړۍ رسمي دوره په داسې حال کې کړې وه چې څیړونکي وايي په پاکستان د امریکا اؤ نړیوالې ټولنې فشارونه سیوا شوي ترڅو طالبان افغان دولت سره سولې ته اماده کړي.

هرڅو که د شاه محمود قریشي د کابل د سفر اؤ افغان چارواکو سره د شوؤ خبرو مهم ټکي یا پریکړې مخې ته نه دي راغلي خو شاه محمود قریشي مطبوعاتو ته ویلي چې پاکستان به دافغان شخړې هواري کې خپل رول لوبوي.

دامریکا د بهرنیو چارو وزیر مائیک پومپیو اؤ پوځي مشر جنرال جوزف ډنفورډ هم روانه میاشت کې پاکستان ته سفر کړی اؤ دپاکستان چارواکو سره لیدنو کې یې په هغوئ غږ کړی چې افغانستان کې د سولې اؤ امن دپاره خپل رول ترسره کړي.

کابل اؤ واشنګټن د تیرې څه یوې نیمې لسیزې راهسې په اسلام اباد تورونه لګوي چې طالبان اؤ نورې تندروه ډلې یې خپلو لاسونو کې نیولي اؤ افغانستان کې پرې ترهګري کوي خو پاکستان دغه تورونه ردوي اؤ وايي افغانستان کې امن تر ټولو زیات د پاکستان په ګټه دی.

دپاکستان نوي وزیراعظم عمران خان واک ته له رسیدلو وروسته پخپله لمړۍ وینا کې ویلي وؤ چې افغان حکومت سره به ښې اړیکې جوړوي،دسولې په راوستو کې به مرسته کوي اوهڅه به وکړي چې داروپايي هیوادونو په څیر افغانستان سره دخپل هیواد پولې پرانستې وساتي.

XS
SM
MD
LG