لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان اؤ هند داقتصادي اؤ سوداګریزو اړیکو په غځولو صلاح شوي


افغانستان او هند خپلو کې د دوستانه اړیکو او دوه اړخیزه همکاریو په لا پراختیا، تروریزم سره په ګډه مبارزه او د افغانستان او هند ترمنځ د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو په پراختیا اتفاق کړی اؤ ویلي یې دي چې دواړه هیوادونه به د ژوند په بیلابیلو څانګو کې د یو بل مټې مضبوطوي.

دافغانستان ولسمشر اشرف غني هند ته دخپل سفر په مهال په نوي ډيلي کې د هند صدر اعظم نریندر مودي سره لیدلي اؤ ورسره یې په یو لړ مهمو چارو خبرې اترې کړي .

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ نه دخپور شوي بیان له مخې د هند صدر اعظم وویل، هېواد یې د شاه توت بند او کانالونو جوړولو، د لمریزې برېښنا او واټرپمپونو، د څښاک اوبو او د کلیو په کچه ۱۶۰ بېلابېلو پروژو، د ټرانسپورټي سیستم، ۳۵۰ښاري ملي بسونو د ترمیم او د یو زر نویو ملي بسونو د ورکړې، د غذایي توکو د پروسس او نورو بېلابېلو برخو کې د افغانستان حکومت او خلکو سره هر ډول مالي او تخنیکي همکارۍ ته چمتو دی.

بیان کې راغلي چې دلیدنې پرمهال په دې خبره صلاح وشوه چې د دواړو هېوادونو تخنیکي ټيمونه به زر ترزده په یادو څانګو کې د عملي کار د پیلولو زمینه برابره کړي.

په دغه کتنه کې ولسمشر غني او ښاغلي مودي اتفاق وکړو چې د افغانستان او هند تر منځ د هوایي کوریډور د انکشاف په موخه دې د الوتنو شمېر زیات او همدارنګه دې د هرات او امرتسر په ګډون نورو ښارونو ته هم دغه الوتنې پیل شي.

دواړه مشران په دې هم صلاح شول چې د قېمتي ډبرو د پروسس، صادرولو او د درملو د تولید په موخه دې د افغانستان او هند تخنیکي ټیمونه په ګډه کار وکړي.

دهند صدراعظم زیاته کړه، له افغانستان سره د تحصیلي بورسونو د همکارۍ پروګرام یې پنځه کاله نور هم غځولی او ترڅنګ به یې افغان مامورین هم د بېلابېلو مهارتونو د زده کړې په برخه کې وروزي.

هغه وویل په نزدې راتلونکي کې به د هند د بهرنیو چارو وزیره افغانستان ته سفر وکړي او له افغان لوري سره به د هند او افغانستان د ستراتیژیکو اړیکو په اړه خبرې وکړي.

ولسمشر غني په دغه موقعه هیله ښکاره کړې چې د هند ارزښتناکې مرستې به د افغانانو په ژوند کې د مثبت بدلون او هوساینې لامل شي

XS
SM
MD
LG