لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايشيا کپ: افغان لوبډله نن د بنګله دېش سره مهمه سيالي کوي


د ايشيا کرکټ کپ په روانو سيالیو کې د افغانستان لوبډله نن د بنګله دېش سره د ابوظهبي په شېخ زېد لوبغالي کې مخامخ کيږي.

د ګروپ بي په خپله لومړۍ سيالي کې افغان لوبډلې سري لنکا ته ماتې ورکړې او د ايشيا کپ د سوپر فور پړاؤ ته رسېدلې ده.

د بنګله دېش سره ننۍ ( د زيارت، پنجشنبې د ورځې) لوبه به د کابل په وخت مازيګر په څلور بجې پېل کیږي.

د سوپر فور پړاؤ کې به افغان لوبډله د پاکستان سره مخامخ کیږي او دغه سيالي به هم سبا د جمعې په ورځ په شېخ زېد لوبغالي کې کيږي.

افغان لوبډلې په خپله لومړۍ سیالۍ کې د سري لنکا لوبډلې ته په ۹۱ رنزونو ماتې ورکړې وه.

د یادې لوبډلې غوره لوبغاړي رحمت شاه ویلي، د دوی حوصله لوړه ده او د غټو لوبډلو سره لوبېدی شي.

هغه ويلي، د لوبډلې جوړښت یې ډېر ښه دی ښه ال راؤنډران او سپېنران لري، هند او پاکستان سره به سخته مقابله نه کوي بلکې د هغو نه به سيالۍ ګټي.

افغان لوبډله به د سوپر فور په پړاؤ کې دوېمه سيالي په ۲۳م ستمبر د اتوار، يکشنبې په ورځ د بنګله دېش سره او په ۲۵م ستمبر د نهې، سه شنبې په ورځ د هند سره مخامخ کيږي.

د ايشيا کپ فاينل سيالي به په ۲۸م ستمبر جمعې په ورځ کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG