لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايران اوس هم په افغانستان او نورو هېوادونو کې د ترهګرۍ ملاتړ کوي، امريکا


د امريکې د بهرنيو چارو د وزارت چارواکو ویلي، په تېر ۲۰۱۷م کال کې په ګرده نړۍ کې ترهګر بريدونه کم او په ترهګرۍ کې وژنې کمې شوي خو ايران لا اوس هم د افغانستان په ګډون د منځني ختيځ په هېوادونو کې د ترهګرۍ ملاتړ کوي.

د امریکا د ترهګرۍ پرضد مبارزه کوونکو چارواکو ويلي د داعش او القاعده په څېر ترهګرو ډلو پرضد د کوټلو ګامونو او جګړې په ترڅ کې چې د دغو ډلو څخه ډېری علاقې بيرته نيول شوی باوجود د دې ترهګري نوره ډېرې پېچلې ښکاري.

د امریکا د ترهګرۍ پرضد د مبارزې کوارډينېټر يا ناظم نېتهن سېلز د شورو، چهارشنبې په ورځ ويلي، داعش، القاعده او د دې سره اړونده ډلو ځان د دې هر څه باوجود متحرکه ثابت کړی او د عراق، شام او صوماليه ترڅنګ يې په نورو ځايونو کې خپل فشار ساتلی دی.

د کال ۲۰۱۷م د ترهګرۍ په اړوند د بهرنيو چارو د وزارت د رپوټ وړاندې کولو په مهال خبريالانو سره په خبرو کې سېلز وويل، داعش او القاعده نورې خورې شوي او په انټرنېټ خلک بريدونو پله راپاروي.

هغه ويلي داعش تېر کال د خپلې ولقې لاندې علاقه د لاسه ورکړې خو بيا يې هم بريدونه دوامداره ساتلي دي.

د سېلز په وېنا امریکا او اتحاديان يې په دې کار کوي چې د امنيت په اړوند د مالوماتو د شریکولو لړۍ وغځوي د هوابازۍ امنيت پياوړی کړی او د امنيتي ځواکونو توان سېوا کړي.

هغه ويلي اتحاد بريالی شوی عراق او شام يې د داعش نه ازاد کړي او په القاعده يې فشار سېوا کړی دی.

نوموړی زياته کړې په کال ۲۰۱۷م کې په ګرده نړۍ کې ترهګر بريدونه ۲۳ فيصده راکم شوي او په ترهګرو بریدونو کې وژنې ۲۷ فيصده راټيټې شوي دي.

خو سېلز ویلي يو ملک پاتې دی چې هغه د نورو مشري او ترهرګرۍ ملاتړ کوي.

"ايران اوس هم په نړۍ کې د ترهګرۍ ملاتړ کوي په شام، يمن، عراق، بحرېن، افغانستان او لبنان کې د شخړو زمه وار دی، د لبناني حزب الله او اسلامي انقلابي ګارډ په څېر مخابرات او وسايل کاروي".

سېلز ویلي، القاعده د تېر وخت په رنګ نه ده پاتې خو دغه ترهګره ډله بيا هم خپل غړي سېوا کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG