لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان دامن ټینګښت دپاره باید ټولې خواوې سیاسي خبرو کې برخه ولري، پاکستان


پاکستان ویلي دي چې افغانستان کې د اوږدې امریکایي جګړې پائ ته د رسولو دپاره دخبرو اترو دپاره دسیاسي هواري دهڅو ملاتړ کوي اؤ ټوله نړۍ هم په دې یوه خوله ده چې دافغان کشالې هواری یوازې دسیاسي لارې ممکمن دی.

دملګرو ملتونو امنیت شورا ته خپله وینا کې د پاکستان استازې ملیحه لودهي ویلي دي چې دپاکستان اوسنی وزیراعظم د څو کلونو راهسې په دې خبره ټینګار کوي چې افغانستان کې امن یوازې هاغه مهال ټینګیدلی شي چې ټولې خواوې په سیاسي کچ کیدونکو خبرو کې برخه ولري.

هغې وویل پاکستان افغانستان کې د سولې د روانو هڅو نه یوازې ملاتړ کوي بلکې په دې کې خپلې کوټلې همکارۍ ته هم چمتو دی.

هغې وویل له افغانستان پرته بل یو هیواد هم تر څلورو لسیزو جګړه،نړیوال مداخلت اؤ بې ثباتي نه ده لیدلې اؤ هیڅ یو هیواد ته افغانستان کې د امنیت په ټینګښت دومره ګټه نه شي رسیدلی څومره چې پاکستان ته رسیږي.

هغې وویل د تیر کوچني اختر په مهال افغانستان کې شوی اوربند دا خبره په ډاګه کوي چې که اړونده خواوې وغواړي نو افغانستان کې بشپړ سوله اؤ ثبات ټینګیدلی شي.

په دې وروستیو کې افغان دولت اؤ امریکا طالبانو سره د سولې هڅې چټک کړي اؤ څيړونکي وایي چې نړیوالې ټولنې په پاکستان هم فشارونه سیوا کړي چې طالبان باید افغان دولت سره د سولې خبرو ته کښینوي خو پاکستان دریځ لري چې په طالبانو یې زیات وس نه رسیږي.

امریکا د بهرنیو چارو وزیر مائیک پومپیو اؤ پوځي مشر جنرال جوزف ډنفورډ روانه میاشت کې پاکستان ته سفر کړی ؤ اؤ دپاکستان چارواکو سره لیدنو کې یې په هغوئ غږ کړی ؤ چې افغانستان کې د سولې اؤ امن دپاره خپل رول ترسره کړي.

کابل اؤ واشنګټن د تیرې څه یوې نیمې لسیزې راهسې په اسلام اباد تورونه لګوي چې طالبان اؤ نورې تندروه ډلې یې خپلو لاسونو کې نیولي اؤ افغانستان کې پرې ترهګري کوي خو پاکستان دغه تورونه ردوي اؤ وايي افغانستان کې امن تر ټولو زیات د پاکستان په ګټه دی.

دپاکستان نوي وزیراعظم عمران خان واک ته له رسیدلو وروسته پخپله لمړۍ وینا کې ویلي وؤ چې افغان حکومت سره به ښې اړیکې جوړوي،دسولې په راوستو کې به مرسته کوي اوهڅه به وکړي چې داروپايي هیوادونو په څیر افغانستان سره دخپل هیواد پولې پرانستې وساتي.

XS
SM
MD
LG