لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دنهم محرم جلوسونه،پاکستان کې دموبائیل فون خدمات ځنډول شوي


په پاکستان کې د نهم محرم الحرام د جلوسونو په موقعه په یو شمیر لویو ښارونو کې د موبائیل فون خدمات ځنډول شوي اؤ د کومې احتمالي بدې پېښې د مخنیوي په خاطر کللک امنیتي ګامونه اخستل شوي دي.

په چمن کې دافغانستان سره ګډه پوله اؤ تفتان کې دایران سره صفري نقطعه اؤ سوداګریزه لاره هم د دوؤ ورځو دپاره تړل شوې ده.

ددې ترڅنګ د محرم په مهال د امنیت په موخه د افغانستان سره د کرمې ضلعې پوله هم د يوې اوونۍ دپاره د هر ډول تګ راتګ دپاره تړل شوې ده.

په پېښور.کراچۍ، کوئټه،لاړکانه،جیکب اباد،شکار پور،لاهور،فیصل اباد،ملتان،ګوجرانواله سرګودها اؤ ګڼو نورو سیمو کې د سحر د اتوؤ بجو نه دموبائیل فون خدمات ځنډول شوي چې د شپې تر اتوؤ بجو به ځنډیدلي وي.

دپېښور هاغه ټولې لارې په ازغنو تارونو اؤ ګټانو تړل شوي دي چې دمحرم د نهمې ماتمي جلوسونه پرې تیریږي اؤ ټول مهم کاروباري مارکیټونه اؤ بازارونه هم بند پراته دي.

د خېبرپښتونخوا حکومت د پېښور په ګډون ډېره اسماعيل خان، ټانک، کوهاټ، هنګو او قبايلي ضلعې کرمه او اورکزۍ ډېرې حساسه ګرځولي، او ورسره لکي مروت، بنو او هزاره ډويژن هم حساسه ګرځولي دي.

صوبايي حکومت ويلي چې په ډېرو حساسه ګرځول شوؤ ضلعو کې به په نهم او لسم محرم دموبائیل فون خدمات ځنډولی شي، او له دې پرته به په نورو هغو سيمو کې هم دموبائیل فون خدمات ځنډولي وي چرته چې د محرم جلوسونه ويستلی شي.

دپېښور د پولیسو مشر یا ایس ایس پي ښاغلي جاوید اقبال وائس اف امریکه ډيوه ته ویلي پولیس دخپله انده کلک ګامونه اخستي چې عاشوره په خیر اؤ امن سره تیره شي.

هغه وویل دپېښور په عامو اؤ حساسو سیمو کې ګڼ شمیر پولیس چابک ودرول شوي اؤ په ساده جامو کې هم پولیسو په شکمنو خلکو اؤ عملونو کلک نظر ساتلی دی تر څو ورانکارو ته د ورانکارۍ هیڅ موقعه په لاس ورنه شي .

دپولیسو دغه مشر وویل دپېښور په کوهاټۍ سیمه کې د پولیسو د رابطو مرکز پرانستل شوی چې ددغلته نه ټولې ضلعې څخه د وتونکو ماتمي جلوسونو څارنه دکیمرو دلارې کیږي

XS
SM
MD
LG