لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان بنګله دېش ته هم ماتې ورکړه، سبا به پاکستان ته مخامخ کېږي


افغانستان د اېشیا کپ سیالیو په یوه مهمه لوبه کې بنګله دېش ته په ۱۳۶ رنزونو ماتې ورکړه.

افغانستان تر ټاس ګټلو وروسته د بېټنګ فیصله وکړه او ۲۵۵ رنزونه یې وکړل، خو په ځواب کې یې د بنګله دېش لوبډلې ټول لوبغاړي په ۱۱۹ رنزونو آوټ شول.

د افغانستان د لوبډلې تکړه لوبغاړي راشد خان نن ۲۰مه کلیزه وه او په لوبه کې یې په ۳۲ بالونو ۵۷ رنزونه جوړ کړل. ده ۸ چوکې او ۱ چکه ووهل او په بالنګ کې یې د بنګله دېش مهم بېټسمېن شکیب حسن هم آوټ کړ.

د افغانستان د بالنګ په برخه کې ګلبدین نایب هم ښه وځلېد او دوه لوبغاړي یې آوټ کړل.

په اېشیا کپ لوبو کې د افغانستان له پرله پسې ګټو وروسته سبانۍ لوبه له پاکستان سره ده.

د لوبو څېړونکي وایي د افغانستان او پاکستان دا لوبه به ډېره په زړه پورې وي، ځکه چې وایي پاکستان د هند په ضد خپله لوبه بایللې ده او افغانستان تر اوسه خپلې ټولې لوبې ګټلې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG