لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

راشد خان: خوشاله يم چې بېټنګ او بالنګ دواړه مې ښه اوکړل


د افغانستان کرکټ لوبډلې ستوري لوبغاړي سپېنر بالر راشد خان ويلي، " ډېر خوشاله يم چې بېټګ او بالينګ مې دواړه ښه وکړل".

افغان لوبډلې تېره شپه بنګله دېش ته په ۱۳۶ رنزونو ماتې ورکړې ده.

په دغه سیالۍ کې راشد خان په ۳۲ بالونو ۵۷ رنزونه جوړ کړي او په بالينګ کې يې نهه اوورې کړي ۱۳ رنزونه يې ورکړي او دوه لوبغاړي يې سوځولي دي.

راشد ویلي "زما ټول پام په بېټنګ ؤ چې تر اخره پورې ولوبېږم او زه فکر کوم زمونږ تیاری ښه ؤ چې د اخرې پورې ولوبېږو".

هغه ويلي د لوبډلې فيلډنګ ډېر ښه او د لوبې دپاره وضعه ډېره سخته وه خو دوی د فيلډنګ په برخه کې ډېر محنت کړی دی.

د نوموړي په وېنا هغه وروستو ځکه بالينګ ته راغلی چې په بېټسمېنانو فشار واچوي او وکټې وغورځوي.

ښاغلی خان د دغه سيالۍ غوره لوبغاړی ګرځول شوی او نوموړي ويلي هغه د غوره لوبغاړي اېوارډ د افغانستان د کرکټ بورډ د مخکني مشر عاطف مشعل په نوم کوي ځکه چې په تېرو څو کلونو کې ډېر ښه کار کړی دی.

نوموړي پرون د خپل زېږون ۲۰ کليزه هم نمانځلې ده.

افغان لوبډلې د ايشيا کپ په سياليو کې دوه لوبې کړي او دواړه يې ګټلي دي، افغان لوبډله په بي ګروپ کې په اول نمبر ده.

XS
SM
MD
LG