لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ستره محکمه د عمران خان د نااهلۍ د خواست اورېدنه کوي


د پاکستان سترې محکمې (سپريم کورټ) د وزيراعظم عمران خان پرضد د نااهلۍ خواست د اورېدنې دپاره منظور کړی او د ۲۴م ستمبر نېټه د اورېدنې دپاره ټاکل شوې ده.

د سترې محکمې د مشر قاضي ميا ثاقب نثار په مشرۍ د جسټس عمرعطا بنديال او جسټس اعجازالاحسن درې کسيزه بنچ به د خواست اورېدنه کوي.

د ځايي ميډيا ترمخه ياد خواست تېر کال د مې په مياشت کې بېرسټر دانيال چوهدري کړی ؤ، دا خواست هغه وخت شوی ؤ چې کله په نوازشریف د غبن د تورونو د پلټنو دپاره شپږ کسيزه پلټنيزه ډله جوړه شوې وه.

په خواست کې ويل شوي ؤ عمران خان د خپلو وېناګانو د لارې د کمېټۍ غړي د اثر لاندې راولي او ويل شوي ؤ دا ويره هم موجوده ده چې که عمران خان د سياسي بيانونو څخه ونه درول شو په نتيجه کې يې د لسيزې راهسې روان جمهوري عمل د مينځه تلی شي.

په خواست کې تور لګول شوی چې عمران خان د پاناما مقدمې د فېصلې کمزورې کولو او پلټنيزې کمېټۍ په نتيجو د اثر دپاره وېناګانې کوي.

د پاکستان سترې محکمې تېر کال د جولايۍ په ۲۸م نېټه د پاناما په قضيه کې نوازشريف د وزيراعظمۍ څخه نااهله کړی ؤ.

د عمران خان د نااهلۍ دپاره سترې محکمې ته په شوي خواست کې په کال ۲۰۱۴م کې د پاکستان تحريک انصاف په اسلام اباد کې د احتجاجي ناستې يادګېرنه هم شوې او ويل شوی د دغه ناستې له امله د چين صدر د پاکستان سفر ځنډولی او ملکي معيشيت يې اغېزمن کړی ؤ.

په خواست کې دا تور هم لګول شوی چې عمران خان په عامو انتخاباتو کې د نومول کېدو دپاره اسنادو کې خپله لور ټېرن وايټ هم پټه کړې ده ځکه هغه دې نااهله وګرځول شي.

د روان کال جون په میاشت کې هم په کراچۍ کې د عبدالوهاب په نوم يو تن د ټاکنو د کاغذونو د ټاکنو د کمېشن افسر يا ريټررننګ افسر ته د عمران خان پرضد خواست کړی چې د هغه د سيتا وايټ سره اړيکې او تور يې لګولی چې د هغې نه يې لور ده.

د عمران خان خان د لور په اړوند د پاکستان پخواني مشر قاضي افتخار محمد چودهري ويلي ؤ هغه به د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان پرضد عدالت ته ځي، ځکه چې په هغه باندې په څرګنده د ايين د ارټيکل ۶۲اېف (۱) لاندې په هغه باندې سخت تور دي.

افتخار چودهري د پاکستان يو شخصي ټيلي ويژن سره په مرکه کې ويلي ؤ په عدالت کې به دا ثابتوي چې عمران خان د پاکستان نه بهر دا منلې چې ټېرن وايټ د هغه لور ده خو پاکستان کې د دغه حقيقت نه منکر دی.

XS
SM
MD
LG