لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د سعودي عرب په سي پېک کې شاملېدو باندې چين په اعتماد کې اخيستی شوی؟


د پاکستان د تحريک انصاف حکومت ويلي، د چين ـ پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژه (سي پېک) کې يې سعودي عرب ته د شامېدو بلنه ورکړې ده خو د پي ټي ايي د حکومت په دغه اعلان نيوکې هم شوي دي.

د پي ټي ايي د حکومت د اطلاعاتو وزير فواد چوهدري په يوه خبري غونډه کې دغه خبره کړې ده چې سعودي عرب ته په دې پروژه کې بلنه ورکړی شوې ده.

د خبري غونډې سمدست وروسته د حکومت مخالفه ګوند پاکستان مسلم ليګ ن ګوند د پرمختیا پخواني وزير احسن اقبال په ټويټر پوښتنه کړې چې ايا چين هم په دغه اړوند په اعتماد کې اخيستل شوی دی؟

"ايا چين په اعتماد کې اخیستل شوی دی؟ سي پېک دوه اړخيزه پروژه ده او په دې کې د بل کوم هېواد شاملول د دواړو همغږۍ ته اړتیا لري".

فواد چوهدري ويلي "د سعودي عرب د باچا سلمان بن عبدالعزيز په وړانديز د پاکستان او سعودي عرب ترمنځ د لوړې کچې يوه رابطه کميټي جوړه کړی شوې او په دغه لړ کې به سعودي پلاوی د اکتوبر په لومړۍ اوونۍ کې د پاکستان سفر وکړي".

نوموړي خبري غونډه د وزيراعظم عمران خان د سعودي عرب د دوه ورځني سفر نه بيرته ملک ته په رارسېدو کړې ده.

ليکوال او څيړونکي مشرف زېدي ویلي، د پاکستان تحريک انصاف حکومت يو ځل بيا داسې خبره کړې چې لومړی يې پرې کار نه دی کړی او په ټويټر ليکلي، سعودي عرب لومړی هېواد نه دی چې په سي پېک کې ورته بلنه ورکړی شوې ده.

ځینې سياستمدارو ويلي بايد په دغه تړون چې د سعودي عرب سره شوی يا کیږي پارليمان او اولس پرې خبر کړی شي او په اعتماد کې واخيستل شي.

د پاکستان وزیراعظم سره د لوړ پوړي د سعودی عرب سفر په داسې حال کې کړی چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د چين په سفر ؤ.

د پي ټي ايي د حکومت د پرمختیا مرکزي وزير خسرو بختيار د سېنېټ قایمه کمېټۍ ته په وروستيو کې ویلي حکومت به د پاکستان او چین اقتصادي راهدارۍ پروژې ته بېا کتنه کوي او په ممکنه توګه پکې بدلون هم کولی شي.

پاکستان وايي د سي پېک پروژه کې چين په پاکستان کې د ۶۰ اربه ډالرو پورې پانګونه کوي.

د پاکستان حکومتونه سي پېک د ګېم چېنجر يا د سيمې د خلکو د قسمت بدلوؤنکې پروژې په نوم يادوي خو پښتانه ملت پاله ګوندونه وايي پېښتانه د دې پروژې نه بې برخې ساتل شوي دي.

دوه ورځې وړاندې د سي پېک په اړوند د سېنېټ د قايمه کمېټۍ په غونډه کې شریک د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ په نوي حکومت تور لګولی چې د سي پېک د لاندې د وړو صوبو نه تېرېدونکي لويديځه لاره جوړول یې د پامه غورځولې ده.

او د پاکستان د پلاننګ او پرمختیا وزارت منلې چې د سي پېک پروژه کې د لويديځې لارې د پروژو دپاره چين پېسې نه دي ورکړي.

د سي پېک لويديځه لار د پښتنو په سيمو تېره شوې او پښتانه ملت پاله ټکونه کوي چې مرکزي حکومت د سي پېک ټولې ګټې پنجاب صوبې ته وړلي دي.

XS
SM
MD
LG