لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په کلکو امنیتي تدابیرو کې دعاشورې ورځ نمانځل کیږي


نن په لسم محرم په ګرد پاکستان کې د عاشورې ورځ‌ د کلکو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې نمانځل کیږي اؤ عذاداران داسلام د ستر پېغمبر محمد(ص) د لمسو په یاد کې ماتمي جلوسونه وباسي.

په لسم محرم دپېغمبر محمد(ص)لمسو د کربلا په میدان کې د اسلام دبقاء دپاره د خپلو سرونو قربانۍ ورکړې وې اؤ دهغوئ دغه قربانیو ته د عقیدت وړاندې کولو دپاره اوس هرکال‌ په اسلامي نړۍ کې دمحرم الحرام لمړۍ لس ورځې دماتم اؤ خفګان په توګه نمانځل کیږي.

په پاکستان اؤ افغانستان کې چې زیاتره په شیعه مسلمانانو ځانمرګي بریدونه اؤ بمي چاودنې کیږي د محرم په ورځو کې دشیعه مسلک دماتمیانو دحفاظت دپاره کلک امنیتي ګامونه اخستل کیږي.

ټاکل شوې ده چې د عاشورې په مناسبت به دپېښور ښار نه ۱۲ ماتمي جلوسونه اوځي ، په دې کې لمړی جلوس دامام بارګاه اغا سیدعلي شاه رضوي څخه وتلی اؤ وروستی جلوس به د امام بارګاه اغا سید میرفضل علي شاه رضوي څخه اوځي.

دعاشورې د ماتمي جلوسونو په مهال د پاکستان ټولو مهمو سترو ښارونو کې د موبائیل اؤ انټرنیټ خدمات ځنډول شوي .

دماتمي جلوسونو دحفاظت دپاره که چرته په لویې شمیر کې امنیتي عسکر ځائ پر ځائ کړل شوي نو هلته د هیلي کاپټرو دلارې هم ددغو جلوسونو هوایي څارنه روانه ده.

د خېبرپښتونخوا حکومت د پېښور په ګډون ډېره اسماعيل خان، ټانک، کوهاټ، هنګو او قبايلي ضلعې کرمه او اورکزۍ ډېرې حساسه ګرځولي، او ورسره لکي مروت، بنو او هزاره ډويژن هم حساسه ګرځولي دي.

دمحرم الحرام په مناسبت په چمن کې دافغانستان سره ګډه پوله اؤ تفتان کې دایران سره صفري نقطعه اؤ سوداګریزه لاره هم د دوؤ ورځو دپاره تړل شوې ده.

ددې ترڅنګ د محرم په مهال د امنیت په موخه د افغانستان سره د کرمې ضلعې پوله هم د يوې اوونۍ دپاره د هر ډول تګ راتګ دپاره تړل شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG