لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان په سرحدي سیمو کې د این جي اوګانو پر کارونو بندیز لګول شوی


پاکستان نور هغو این جي اوګانو ته په خپلو سرحدي سیمو کې د پرمختیایي کارونو اجازه نه ورکوي چې وایي مالي سرچینې یې مشکوکې دي.

واشنګټن ــــ د پاکستان د ترهګرۍ مخنیوي مرکزي ادارې (نېکټا) او د امن او امنیت کمیشن (ایس اي سي پي) په هېواد کې د غیرقانوني پیسو او ترهګرۍ د مالي ملاتړ د مخنیوي په خاطر د غیرحکومتي پرمختیایي ادارو (این جي اوز) لپاره نوې تګلاره جوړه کړې ده.

د مرکزي حکومت دغو دواړو ادارو په خپله نوې تګلاره کې پر غیرسرکاري اینجوګانو بندیز لګولی چې له نورو هېوادونو سره د دې هېواد په سرحدي سیمو کې نور کار نه شي کولای او په دې به پابندې وي چې په دغو سیمو کې داسې پرمختیایي منصوبې پیل نه کړي چې د حکومت په نظر کې مشکوکې وي.

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو په اساس د دې نوې تګلاره له مخې به د غیرسرکاري ادارو کارونه په کره توګه څارل کېږي او هره این جي او په دې پابنده وي چې د هرې پرمختیایي منصوبې لپاره خپلې مالي سرچینې وښیي.

نېکټا او ایس اي سي پي وایي له دې وروسته به د غیرسرکاري ادارو د ټولو پرمختیایي کارونو کره کتنه کوي چې آیا دوی ته مالي پانګې له کومې خوا راځي، په دغو ادارو کې د پیسو د لګولو، وېشلو او خپلو ملازمینو ته د تنخاوو ورکولو انتظام به کتل کېږي چې شفاف دی که نه.

رسنۍ وایي پاکستان دا نوي ګامونه د دې لپاره اخیستي چې د ترهګرۍ د مالي مرستو د څار ادارې (ایف اې ټي ایف) غوښتنې پوره کړي، چې مخکې لا مخکې یې په تېره جون میاشت کې پاکستان د ترهګرۍ د مالي ملاتړ او غیرقانوني پیسو د مخنیوي په تور په خړ لیسټ کې شامل کړی دی.

پر پاکستان له اوږدې مودې تورونه لګېږي چې وایي ځینې توندروه مذهبي ډلې پکې په بېلابېلو نومونه په ظاهره د خیرښېګړې کارونه کوي خو پټ په پټه د توندروۍ د خپرولو لپاره مالي مرستې برابروي.

په همدې ترڅ کې د پاکستان مرکزي حکومت او د پنجاب صوبایي حکومت دعوه کوي چې په دې هېواد کې یې د نړیوال ترهګر پېژندل شوي حافظ سعید د دوو خیراتي ادارو جماعت الدعوه او فلاح انسانیت فاونډېشن پر فعالیت بندیزونه لګولي دي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان د تېر کال په دسمبر میاشت کې هم پر شاوخوا ۳۰ بهرنیو اینجوګانو بندیز ولګاوه، چې نور په دې هېواد کې کار نه شي کولای. د حکومت پر دې ګام د بشري حقونو او مدني ټولنې فعالانو او د پارلمان غړو اعتراضونه وکړل.

XS
SM
MD
LG