لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان پاکستان ته ۲۵۸ هدف وټاکه، شهیدي په ۳ رنزونو له سېنچرۍ پاتې شو


د افغانستان بېټس مېن حشمت الله شهیدي د پاکستان او افغانستان په نننۍ لوبه کې تر ټولو ښه بېټنګ وکړ او په ۱۱۸ بالونو کې یې ۹۷ رنزونه جوړ کړل او له سېنچرۍ څخه یواځې په ۳ رنزونو پاتې شو.

د عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې د اېشیا کپ په سیالیو کې د افغانستان لوبډلې د ۶ لوبغاړو په آوټ کېدو پاکستان ته د ۲۵۸ رنزونو هدف وټاکه.

د افغانستان له خوا کپتان اصغر افغان هم ښه لوبه وکړه او په ۵۶ بالونو یې ۶۷ رنزونه جوړ کړل، چې په دغو کې یې ۵ چکې وهلې دي.

د کرکټ څېړونکو تمه څرګندوله چې افغانستان به پاکستان د شاوخوا ۲۵۰ رنزونو هدف ورکړي خو افغانستان تر هغه زیات رنزونه وکړل.

د پاکستان بېټنګ په څو شېبو کې پیل کېږي او د کرکټ پوهان وایي، که چېرې افغانستان د پاکستان اوپنران له مخې سره له منځه یووړل نو کېدای شي چې لوبه د افغانستان په ګټه تمامه شي.

د افغانستان په بالنګ کې به د سپینرانو رول ډېر مهم وي، خو د پاکستان بېټنګ لاین ډېر مضبوط دی او ډېره تجربه لري، ځکه نو د کرکټ څېړونکي وایي د لوبې په دویمه برخه کې به هم ډېره سخته مقابله وي.

XS
SM
MD
LG