لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان له پاکستان سره ښه مقابله وکړه خو لوبه یې وبایلله


د اېشیا کپ د کرکټ په لوبه کې پاکستان په یوه سخته مقابله افغانستان ته درېو وېکټو ماتې ورکړه.

د عرب اماراتو په ابوظبۍ ښار کې د اېشیا کپ په سیالیو کې د افغانستان لوبډلې په ټاکل شوي ٥٠ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په آوټ کېدو٢٥٧ رنزونه جوړ کړل او پاکستان ته د ۲۵۸ رنزونو هدف ورکړو.

پاکستان دغه هدف په آخيري اوور کې د ووه لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړو.

د لوبې ترآخېره داسې ښکارېده چې لوبه د افغانستان په لاسو کې ده خو د کرکټ څيړونکي وايي د لوبې په اخيري اوور کې د آفتاب عالم په څېر يو نا تجربه کار بالر د شعېب ملک په شان يو تجربه کار بېټسمېن ته مخامخ کېدلو د لوبې ټوله توله بدله کړه.

پاکستان ته په آخيري اوور کې په پنځو بالونو ١٠ رنزونه پکار وو خو د مجيب ځدران او راشد خان چې د افغانستان تکړه او تجره کار بالران دي خپل اوورونه ختم کړي وو نو ځکه د پاکستان شعېب ملک ډېر په آسانه د افغان بالر آفتاب عالم نه په يوه چکه او يوه چوکه دغه رنزونه جوړ کړل او دغه يوه سخته مقابله يي اوګټله.

د پاکستان په لوبډله کې تر ټولو ښه بېټنګ امام الحق وکړو. هغه په ۱۰۴ بالونو د پنځو چوکو او يوې چکې يا شپګيزې په وهلو سره په مجموعي ډول ۸۰ رنزونه جوړ کړل ، په دویم نمبر بابر اعظم ښه بېټنګ وکړ، چې په ۹۴ بالونو یې ۶۶ رنزونه جوړ کړل.

د افغانستان بېټس مېن حشمت الله شهیدي د پاکستان او افغانستان په نننۍ لوبه کې تر ټولو ښه بېټنګ وکړ، په ۱۱۸ بالونو د ووه چوکو يا څلوريزو په کمک سره یې ۹۷ رنزونه جوړ کړل او له سېنچرۍ څخه یواځې په ۳ رنزونو پاتې شو.

د افغانستان له خوا کپتان اصغر افغان هم ښه لوبه وکړه او په ۵۶ بالونو یې ۶۷ رنزونه جوړ کړل، چې په دغو کې یې ۵ چکې هم وهلې دي.

د پاکستان او افغانستان تر منځ لوبه کې د پاکستان په لوبډله کې د پښتون کرکټر فخر زمان نه زیاته تمه کېدله، چې د افغانستان د ۲۵۸ رنزونو هدف ته په رسېدو کې به مهم رول ولوبوي، خو هغه په لومړي اوور کې مجیب الرحمن بې له کوم رنز کولو آوټ کړ.

اصغر ستانکیزي تر لوبې وروسته په خپلو خبرو کې وویل، چې دا یوه خوندوره لوبه وه او د پاکستان امام الحق او بابر اعظم یې په ښه لوبه کولو وستایل.

د پاکستان بل مېچ به سبا په ٢٣م ستمبر د هند سره او د افغانستان مقابله به د بنګله دېش سره وي.

د اېشيا کپ دغه سياليو فاېنل يا ورستۍ مقابله به د ګټونکو ټيمونو ترمينځه په ٢٨م ستمبر د جمې په ورځ په دوبۍ کې لوبيږي.

XS
SM
MD
LG