د ايشيا کپ په سوپر فور سیالۍ کې پاکستانۍ لوبډلې ټه د افغان لوبډلې نه په ګټه اومبارکۍ ورکول کيږي خو د افغانستان د لوبډلې لوبه هم ورسره ستايل کیږي.
د پاکستان لوبډلې د سيالۍ په اخرني اوور کې د افغانستان د ۲۵۸ رنزونو هدف په اووه لوبغاړو سوځېدو پوره کړو.
په ياده لوبه په سوشل ميډيا تود بحث روان دی.
افغان کرکټ بورډ د دواړو لوبډلو لوبه ستايلې، پاکستان ته يې په ګټه اومبارکي ويلې ده.
د کرکټ نړيوالې شورا (ايي سي سي) په ټويټر ليکلي،
پاکستان په ابوظهبي کې سخته لوبه وګټله، افغانستان د خپل ګاونډي پرضد ګټه د وړاندې نه رد کړې خو شعېب ملک پاکستان ته ګټه ورکړه، درې بالونه پاتې ؤ او په درې وکټو يې وګټله، لوبه د ستايلو وه".
د پاکستان خبريال مبشر زېدي په ټويټر ويلي،
"پاکستان ښکلې او افغانستان ښه لوبه وکړه".
د عوامي نيشنل ګوند عمومي سېکتر میا افتخار حسېن ويلي،
"د پاکستان لوبډلې ته دې ګټه مبارک وي. خو بل لور ته د افغانستان لوبډلې ډېره زياته ښه لوبه وکړه. زه د افغانستان د کرکټ روښانه مستقبل وینم".
د پاکستانۍ لوبډلې بېټسمېن لوبغاړي شعېب ملک چې په ياده لوبه کې يې ښه بيټنګ کړی ۵۱ رنزونه يې جوړ کړي، د افغانستان لوبډلې ته يې په ښه لوبه اومبارکي ويلې ده.
د پاکستان يو بل لوبغاړي امام الحق ويلي، د ایشيا کپ غوره لوبډله د افغانستان ده.