لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان پوځ وایي دافغانستان کرکټ لوبډله ښه په نره لوبېدلې ده


دپاکستان اؤ افغانستان ترمینځ دکرکټ شوې سیالۍ کې دپاکستان د ګټې باوجود افغان لوبغاړو ته په ښې لوبې کولو شاباسی ورکول کیږي اؤ دپاکستان پوځ هم دا خبره منلې ده چې دافغانستان لوبډله په نره لوبیدلې ده.

په ټوئټر دپاکستان دپوځ ویاند میجر جنرال اصف غفور پخپل یو پښتو ټوئټ کې لیکلي دپاکستان کرکټ لوبډلې ته بریا مبارک شه اؤ‌ دا هم د ویاړ مقام دی چې دافغانستان لوبډله دومره په نره ولوبیدله

په پاکستان کې دافغانستان سفیر اؤ د ولسمشر اشرف غني ځانګړي استازي ډاکټر عمر زاخیلوال هم ویلي پاکستان سره دایشاء کپ په لوبو کې دافغانستان دملي لوبډلې غوره لوبې پخپله لوبډله اؤ بیل،بیل لوبغاړي دافغانانو فخر نور هم څو چنده سیوا کړی دی.

دجمعې په شپه د ابوظهبي په شیخ زید کرکټ لوبغالي دایشیاء کپ کرکټ دسیالیو په سوپر فور پړاؤ دپاکستان اؤ دافغانستان دلوبډلو ترمینځ دتلوسې یوه ډکه مقابله شوې وه چې پاکستان په دریوؤ وکټونو ګټلې وه خو دافغانستان لوبډلې ته په غوره لوبې کولو د بائللو باوجود له هر لوري شاباسی ویل کیږي.

افغان سفیر ډاکټر زاخیلوال په ټوئټر لیکلي افغان لوبغاړي د زمریانو په څیر ولوبیدل ، مټې دې یې لا غښتلې اؤ هوډ‌ یې د فولادو شه.

دافغانستان اؤ پاکستان ترمینځ شوې دکرکټ سیالۍ کې افغان توپ وهونکو دشپږو لوبغاړو په سوځیدو ۲۵۷ منډې جوړې کړې وې چې په دې کې یوازې حشمت الله شهیدي لو سوځیدو پرته ۹۷ منډې جوړې کړې وې.

پاکستان دغه ټاکلی هدف د خپلو اوؤ لوبغاړو په تاوان وروستي اوور کې ترسره کړی ؤ.

دافغانستان له لوري راشد خان درې،مجیب الرحمان دوه اؤ ګلبدین یو پاکستانی لوبغاړی سوځولی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG