لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

زلمی خلیلزاد به دافغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ خبرې پرمخ وړي


امریکا د بهرنیو چارو وزیر مائیک پمپیو څرګنده کړې چې زلمی خیلزاد به دافغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ دسولې خبرو کې دامریکا استازیتوب کوي اؤ دا مسولیت به ورپغاړه وي چې دغه خبرو کې باید امریکا څرنګه وي.

ښاغلي پمپیو دافغانستان دچارو دپاره دامریکایي استازي په توګه د زلمي خلیلزاد د رسمي ټاکنې په اړوند خپل جاري کړي مکتوب کې هیله ښکاره کړې چې ښاغلی خلیلزاد به افغانستان کې د سولې خبرې اترې دبریاليتوب پړاؤ ته ورسوي.

په خټه افغان زلمي خليل زاد له دې وړاندې د ٢٠٠٣څخه تر ٢٠٠٥پورې په افغانستان ، له ٢٠٠٥څخه تر ٢٠٠٧پورې په عراق او له ٢٠٠٧څخه تر ٢٠٠٩پورې په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفير په توګه دنده تر سره کړې ده.

دامریکا دبهرنیو چارو وزیر پخپل مکتوب کې افغانستان کې دسولې موخې ته رسیدو دپاره د زلمي خلیلزاد ټاکنه یو غوره ګام بللی اؤ ویلي یې دي چې هغه په افغانستان کې زیږیدلی،هلته لویې شوی اؤ دافغانستان په اړوند ښه تجربه لري.

افغانستان دپاره دامریکايي مشاور په توګه د خلیل زاد ټاکنه په داسې وخت کې شوې چې امریکا د افغان دولت اؤ مخالفو وسله والو ترمینځ د روغې جوړې هڅې چټک کړي اؤ‌ په دې لړ کې یې پاکستان دسختو فشارونو لاندې نیولی دی.

ښاغلی خلیل زاد‌ په افغانستان کې د پاکستان د تګلارو سخت مخالف دی اؤ څو کرته یې له امریکا سخته غوښتې هم دي چې که پاکستان افغانستان کې د مداخلې څخه لاس نه اخلي نو امریکا پرې باید خپلې مرستې بندې کړي.

XS
SM
MD
LG