لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایشیاء جام:روایتي رقیبان پاکستان اؤ هند سبا بیا یو بل سره مقابلې ته اوځي


دمتحده عرب اماراتو په ابوظهبي کې دایشیاء جام دکرکټ روانو سیالیو کې سبا یوه بله مهمه مقابله د دوؤ ګاونډي رقیبانو پاکستان اؤ هندوستان د لوبډلو ترمینځ کیږي.

تر دې وړاندې په دغو سیالیو کې دپاکستان هندوستان د لوبډلو ترمینځ یوه مقابله شوې چې هند دغه مقابله دپاکستان نه په اتوؤ وکټونو ګټلې ده.

دکرکټ دسیالیو په سوپر فور پړاؤ کې سبا دهند اؤ پاکستان لوبډلې وروسته له هغې یو بل ته مخ کیږي چې دهند دلاسه بنګله دیش اؤ‌ دپاکستان دلاسه افغانستان ماتې وخوړله.

په سبانۍ سیالۍ کې که هره لوبډله بریالۍ شوه نو دایشاء جام روستۍ یا فائنل سیالۍ کې لوبیدلو ته به یې لاره هواره شوي اؤ بائیلودونکې ډله به بیا چانس ته پاتې وي.

دابوظهبي په شیخ زید لوبغالي کې کیدونکې دغه مهمه سیالي به سبا(یکشنبه)دپاکستان په وخت ماذیګر څلور نیمې بجې پیل کیږي

د لوبې کتلو دپاره دپاکستان اؤ افغانستان په ګډون دنړۍ بیلابیلو هیوادونو څخه په لویې شمیر د کرکټ مینه وال ابوظهبي ته رسیدلي اؤ په ټولنیزو رسنیو هم خلک د کرکټ دې سیالیو کې زیاته خوښي ښکاره کوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG