لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايشیا کپ: افغانستان نن د بنګله دېش سره مهمه سيالي کوي


د ايشيا کرکټ کپ په روانو سياليو کې د افغانستان لوبډله نن د اتوار، يکشنبې په ورځ په مهمه لوبه کې د بنګله دېش د لوبډلې سره مخامخ کيږي.

افغان لوبډلې له دې وړاندې د زيارت، پنجشنبې په ورځ بنګله دېش ته د ګروپ بي په سیاليوکې په ۱۳۶ رنزونو ماتې ورکړې وه.

افغان لوبډلې د ګروپ په خپله لومړۍ سيالۍ کې د سري لنکا نه لوبه ګټلې وه.

خو د جمعې په ورځ د پاکستان سره د سوپر په لومړۍ سیالۍ کې سخته لوبه کړې او په اخري اوور کې د پاکستان لوبډلې افغان لوبډلې ته په درې وکټو ماتې ورکړې وه.

د اسيا کپ په روانو سياليو کې د افغانستان لوبډله غوره شمارل کيږي.

پاکستان سره د سختې سيالۍ وروستو د کرکټ پوهان وايي ډېره زر به د افغانستان لوبډله د کرکټ په يادو لوبډلو په سر کې شماريږي.

خپله د پاکستان پخواني او اوسني لوبغاړي هم وايي چې د ایشيا کپ غوره لوبډله د افغانستان ده.

افغان لوبډله به د سوپر فور په پړاؤ کې د نهې، سه شنبې په ورځ د هند لوبډلې ته مخامخ کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG