د پاکستان وزيراعظم عمران خان د پنجاب صوبې د ميانوالي ضلعې د قامي اسمبلۍ (اېن ای ۹۵) نه ګټه په لاهور هائيکورټ کې چېلنج کړی شوې ده.
د ځايي میډيا ترمخه د عمران خان د ګټې پرضد خواست د هغه د يادې حلقې نه سيال کانديد عبدالوحيد بلوچ کړی او لاهور هائيکورټ ته په شوي خواست کې نوموړي د ښاغلي خان د نومول کېدو په اسنادو او انتخاباتو اعتراضونه راولاړ کړي دي.
په خواست کې تور لګول شوی چې عمران خان د نومول کېدو په اسنادو کې د خپلې لور يادګېرنه نه ده کړې او نور ډېر مالومات يې نه دي شريک کړي.
په عمران خان تور دی چې د هغه ټېرن وايټ په نوم يوه لور هم ده.
ويل کيږي ۲۶ کلنه ټېرن وايټ د سيتاوايټ لور ده، هغې په کال ۱۹۹۷م کې د لاس اېنجلس په عدالت کې د عمران خان پرضد خواست کړی خو په هاغه وخت عمران خان د طبي معاينې (ډي اېن ای) دپاره د نمونو ورکولو نه انکار کړی ؤ.
د فېصلې وروستو نوموړي خان امريکايي رسنيو ته ويلي ؤ هغه به په پاکستان کې د وینې نمونه ورکړي او د پاکستان د عدالت پرېکړه به مني او زياته کړې يې وه هغه د کيليفورنيا او انګلېنډ اوسېدونکی نه دی پاتې شوی.
لاهور هائيکورټ ته په شوي خواست کې دا هم ويل شوي چې عمران خان د خپلو زامنو قاسم خان او سلېمان خان د جايداد تفصيل نه دی ويلی او عدالت ته ويل شوي چې هغه د دې جوګه نه دی چې د مجلس شورا غړی منتخب شي.
د عدالت نه په خواست کې غوښتنه شوې چې د ميانوالي په اېن ای ۹۵ حلقه دې بيا د سر نه انتخابات وشي.
له دې وړاندې د عمران خان پرضد د سترې محکمې پخواني مشر افتخار محمد چوهدري او تېر کال بېرسټر دانيال چوهدري سترې محکمې ته په خواستونو کې د ټېرن وايټ ذکر کړی چې عمران خان خپله دغه لور په اسنادو کې نه ده ښکاره کړې.
د دانيال چوهدري خواست د اورېدنې دپاره منظور کړی شوی او د سترې محکمې مشر قاضي میا ثاقب نثار سبا د ګل، دوشنبې ورځ د اورېدنې دپاره مقرر کړې ده.
عمران خان د ۲۵ جولايۍ په انتخاباتو کې د پاکستان د بېلابيلو سيمو نه په پينځه حلقو په انتخاباتو کې برخه اخيستې او په پينځه واړو کامياب شوی ؤ.
نوموړي د لاهور اېن ای ۱۳۱، د کراچۍ اېن ای ۲۴۳، د اسلام اباد اېن ای ۵۳ او بنو اېن ای ۳۴ حلقې پرېښودي او خپله د ميانوالۍ حلقه يې د ځان سره ساتلې ده.