لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايشيا کپ کې پاکستان او هند نن بيا مخامخ کیږي


د ايشيا کپ د سوپر فور په سياليو کې نن دوه رقيبان هېوادونه پاکستان او هند يو بل ته بيا مخامخ کيږي، هند له دې وړاندې په يوه سيالۍ کې پاکستان ته ماتې ورکړې ده.

د شورو، چهارشنبې په ورځ د ګروب ای په سيالۍ کې هند د پاکستان لوبډلې ته په اته وکټو ماتې ورکړې وه دغه سيالي د دوبۍ په نړيوال کرکټ لوبغالي کې شوې وه.

د پاکستان او هند ترمنځ د سوپر فور سيالي بيا هم په ياد لوبغالي کې کيږي.

دواړو لوبډلو د سوپر فور په سياليو کې يوه، يوه لوبه کړې او دواړو ګټلي دي.

هند د بنګله دېش لوبډلې او پاکستان د افغانستان نه سيالۍ ګټلې وې.

د رپوټونو ترمخه د هند او پاکستان په ننۍ سيالۍ کې چې څوک ګټي، فاينل ته د رسېدو لار ورته جوړيږي او که بايلي بيا به د افغانستان او بنګله دېش د لوبډلو په حساب پرېکړه کيږي.

پاکستان به له دې وروستو په ۲۶م ستمبر د شورو، چهارشنبې په ورځ بنګله دېش سره بيا مخامخ کيږي.

ځانګړې ویډیوګانې

په بلوچستان کې د پولیو د څاڅکو ځانګړی کمپېن پيل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:56 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG