لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د افغانستان اصغر افغان، راشدخان او د پاکستان  حسن علي جرمانه شوي


د کرکټ نړیوالې شورا (ايي سي سي) د افغانستان په دوه او يو پاکستاني لوبغاړي باندې [جرمانه لګولې ده، دغو لوبغاړو د دواړو لوبډلو ترمنځ په سوپر فور سيالۍ کې د اصولو سرغړونه کړې وه.

د ايي سي سي ترمخه د افغانستان په اصغر خان او راشدخان او د پاکستان په حسن علي د ايي سي سي د قاعدو د سرغړونې په سر د (لېول ون) لاندې د سیالۍ ۱۵فيصده فيس جرمانه لګولې ده.

د افغانستان د کرکټ لوبډلې کپتان اصغر افغان او د پاکستان حسن علي دواړه د لوبې د جذبې د عمل د سرغړونې په سر جرمانه کړی شوي دي.

د افغانستان د بيټنګ په مهال په ۳۷م اوور کې اصغر د حسن علي سره اوږه جنګولې وه.

دواړو لوبغاړو ته د ډي مېرټ پوائنټونه هم ورکړی شوي دي.

راشد خان د ايي سي سي د هغې مادې لاندې جرمانه کړی شوی کومه چې د بالر لخوا د ناوړه تورو کارولو يا بېټسمېن د راپارولو دپاره وکارول شي.

راشد خان په ۴۷م اوور کې د پاکستان اصف علي اؤټ کړی او هغه ته يې په ګوته د لوبغالي نه اشاره کوله.

د افغانستان او پاکستان ترمخه د جمعې د ورځې دغه خوندوره سيالي په وروستي اوور کې پاکستان په درېو وکټو ګټلې وه.

XS
SM
MD
LG