لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غزني: د ناټو ځواکونو په هوايي برید کې ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي


د افغانستان غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د ناټو ځواکونو په هوايي بريدونو کې ۲۱ تنه طالب وسله وال وژل شوي دي.

د چارواکو په وېنا تېره ورځ د وسله والو مخالفینو د راټولیدو په دوو ناستو هوايي بریدونه ترسره شوي دي.

د غزني والي ویاند عارف نوري له امریکا غږ ډيوې سره په خبرو کې نن د اتوار، یکشنبې په ورځ وویل وسله والو طالبانو غوښتل چې په اندړو ولسوالۍ د برید لپاره پلان جوړ کړي خو د امنیتي ځواکونو د کشفي معلوماتو له مخې دناټو ځواکونو لخوا پرې هوايي بریدونه ترسره شول.

نوموړي وویل "د اندړو ولسوالۍ په زکور او مکروز سیمه کې وسله والو مخالفینو دوه جلا غونډې درلودې، له ناټو څخه د هوايي مرستې غوښتنه سره سم د ایساف ځواکومو لخوا پرې هوايي عملیات ترسره شوي چې په ترڅ کې ۲۱ تنه طالبان وژل شوي دي، له نیکه مرغه دغه ناستې چې د استوګنې له سیمو لرې په باغونو کې ترسره کیدې په هوايي برید ولسي خلکو ته زیان نه دی اوښتي".

نوري زیاته کړه د ناټو ځواکونو په دې هوايي بريدونو کې د طالبانو ۲۱ میله سپکې او درنې وسلې او ۸ عرادې موټرسایکلونه هم له منځه وړل شوي دي.

وسله والوطالبانو تردې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د غزني ولایت چارواکو ویلي دا مهال د دې ولایت دوه ولسوالۍ د مخالفینو ترلوړ تهدید لاندې دي.

خو په دې وروستیو کې اب بند ولسوالۍ کې مخالفینو د فعالیتونو ګواښ له منځه وړل شوی خو د اندړو ولسوالۍ په لرو پرتو سیمو کې وسله وال مخالفین شتون لري او د چارواکو په وینا د بریدونو د ترسره کولو وړتیا نه لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG