لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې د پوليو ضد څاڅکو ورکولو کمپاين پېل شوی


د پاکستان په څلورو واړو صوبو کې د پوليو ضد څاڅکو ورکولو کمپياين نن د ګل، دوشنبې په ورځ پېل شوی چې پکې به د پينځه ؤ کالو نه د کم عمر په ملينونو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکې او وټامن ای څاڅکي هم ورکولی شي.

د خېبرپښتونخوا د روغتيا څانګې ويلي، په صوبه کې به په درې ورځني کمپاين کې د شپږ ميلينو څخه زياتو د پينځه ؤ کالو نه کم عمره ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکولی شي.

ادارې ويلي ۲۵زره ټيمونه به کور په کور ګرځي ماشومانو ته به څاڅکي ورکوي او د رېل ګاډي په سټېشنو، بسونو په اډو او عامو ځايونو کې به ماشومانو ته څاڅکي ورکول کیږي.

بلوچستان صوبه کې به هم دوه نيم میلينه ماشومانو ته په درې ورځني کمپاين کې څاڅکي ورکول کيږي.

د کراچۍ په شپږو ضلعو کې اووه ورځنی کمپاين پېل شوی چې پکې د چارواکو په وېنا۲.۳ میلينه ماشومانو ته د پوليو ترڅنګ د وټامن ای څاڅکي هم ورکول کيږي.

پنجاب کې به درې ورځې کمپاين کولی شي او ازاد جمو کشمير کې به څلور ورځنی کمپاين چلولی شي.

پاکستان کې د پولیو ضد مبارزه کوونکې محکمې (اينډ پوليو پاکستان) د شمېرې ترمخه سږ کال تراوسه پورې په ملک کې د پوليو يواځې څلور پېښې ثبت شوي چې درې پکې په بلوچستان صوبه او يوه په خېبرپښتونخوا کې مخې ته راغلې ده.

تېر کال په پاکستان کې د پوليو کېسونو شمېره اته وه.

د پوليو ضد مبارزه کوونکې ادارې په خلکو غږ کړی چې يقيني کړي چې د پينځه ؤ کالو نه په کم عمر کې ماشومان د څاڅکو نه پاتې نه شي.

د صحت د نړیوالې ادارې ترمخه پاکستان اوس هم په هغو درېو هېوادونو کې يو دی چرته چې د پوليس وايرس، جراثيم شتون لري.

د پاکستان نه علاوه په افغانستان او نايجيريا کې د پوليو جراثيم موجود دي.

XS
SM
MD
LG