لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دغدارۍ دمقدمې په عریضه نوازشریف محکمې ته غوښتل شوی


دلاهور ایالتي محکمې یا هائیکورټ دبغاوت دمقدمې په یوه عریضه دهیواد پخوانی وزیراعظم میا نوازشریف ته په اتم اکتوبر محکمې ته دمخ کیدو امر کړی.

محکمې په دغه مقدمه کې د ډان ورځپاڼې دیو خبریال سرل المیډا دنیولو دامر ترڅنګ دهغه دنوم په ایګزټ کنټرول لسټ کې د اچولو امر هم کړی دی.

پخواني وزیراعظم میا نوازشریف سږکال دمئ په میاشت کې د ډان ورځپاڼې خبریال سرل المیډا سره یوه مرکه کې په ظاهره داسې تاثر ورکړی ؤ چې ګنې په کال۲۰۰۸م کې د هند په ممبۍ ښار شوؤ ترهګریزو بریدونو دپاره ترهګر دپاکستان څخه لیږل شوي وؤ.

ددغه مرکې خپریدو نه وروسته د امنه ملک په نوم یوې میرمنې محکمې ته عریضه کړې چې نوازشریف اؤ دهغه وخت وزیراعظم د خپل سوګند خیال نه دی ساتلی ځکه نو دواړو په ضد دې دبغاوت کاروایي وکړل شي.

د دوشنبې په ورځ دلاهور هائیکورټ د قاضي مظهر علي اکبر نقوي په مشرۍ درې کیسزې څانګې ددغه عریضې اوریدنه کړې ده.

د اوریدنې په مهال پخوانی وزیراعظم شاهد خاقان عباسي محکمې ته مخ شوی ؤ خو د نوازشریف وکیل نصیر بهټه محکمې ته وویل چې دنوازشریف میرمنه مړه شوې اؤ‌ تر څلویښتۍ به هغه له خلک لاس نیوي له ورځي ځکه نو اوریدنه دې د څلویښتۍ مراسمو پورې وځنډول شي.

محکمې تر اتم اکتوبر د عریضې اوریدنه وځنډوله اؤ نوازشریف ته یې امر وکړو چې په شخصي توګه په اتم اکتوبر محکمې ته وړاندې شي.

باید وویل شي د نوازشریف د یادې مرکې څخه وورسته د هغه وخت د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ دقامي سلامتي کونسل یوه غونډه کې د نوازشریف بیان رد کړل شوی ؤ

XS
SM
MD
LG