لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د راؤ انوار د ضمانت ختمولو خواست د اورېدنې دپاره منظور کړی شوی


د جنوبي وزیرستان د ۲۷ کلن زلمي نقیب الله مسيد په وژنه تورن راؤ انوار پرضد سندهـ هايکورټ هغه خواست د اورېدنې دپاره منظور کړی چې پکې د عدالت نه د راؤ انوار د ضمانت ختمولو غوښتنه شوې وه.

د نقيب مسيد د پلار محمد خان وکيلانو سندهـ هايکورټ ته درې خواستونه کړي چې پکې يو د راؤ انوار د ضمانت ختمولو ؤ.

دوېم خواست د ترهګرۍ د مخنيوي د کراچۍ د عدالت نه کوم بل عدالت ته د مقدمې د منتقل کولو دپاره شوی او په درېم خواست کې ويل شوي راؤ انوار ته سرکاري اسانيتاوې (پروټوکول) ورکول کيږي.

نن د سندهـ هایکورټ د راؤ انوار د ضمانت ختمولو خواست د اورېدنې دپاره منظور کړی او په درېم اکتوبر يې د اورېدنې دپاره څارنوال يا د سندهـ پراسيکيوټر جنرال ته خبرتيا يا نوټس جاري کړی دی.

د کراچۍ د ترهګرۍ د مخنيوي عدالت راؤ انوار ته د وژنې په قضيه کې د روان کال په لسمه جولايۍ د ضمانت منظوري ورکړې او بيا په ۲۰م جولایۍ يې د هغه سره د وسلې او چاؤدېدونکو موادو اېښودو په مقدمه کې ضمانت منظور کړی ؤ.

په ۲۱م جولايۍ د راؤ انوار په ضمانت د خوشي کولو امر شوی ؤ.

د روان کال د جنورۍ په ۱۳م نېټه د کراچۍ د ملیر ضلعې د پولیسو پخواني مشر راؤ انوار د پوليس په يوه مقابله کې د نقيب مسيد سره د درېو نورو کسانو د وژنې ويلي چې ترهګر يې وژلي دي.

خو د نقيب خپلوانو بيا دغه دعوه رد کړې او د سترې محکمې د از خود نوټس وروستو د پوليس د لوړ پوړو افسرانو يوې کمېټۍ د دغه پېښې پلټنې کړي او منلې يې وه چې نقيب مسيد په جعلي مقابله کې وژل شوی ؤ.

راؤ انوار د يادې پېښې وروسته پټ ؤ او د مارچ په مياشت کې يې ځان سترې محکمې ته وړاندې کړی او د مې په مياشت کې يې عدالت ته په ضمانت د خوشي کېدو خواست کړی ؤ.

د ځايي میډيا ترمخه سترې محکمې د راؤ انوار هغه خواست خارج کړی کوم چې پخواني پوليس افسر د ګډې پلټنيزې کمېټۍ پرضد کړی ؤ.

نن د راؤ انوار وکيل د هغه خواست د بيرته اخيستو ويلي او عدالت بيا خواست خارج کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG