د ایشيا کپ په روانو سياليو کې د افغانستان لوبډله نن د نهې، سه شنبې په ورځ د هند لوبډلې سره مخا مخ کيږي او دا د افغان لوبډلې د ايشيا کپ وروستۍ سيالي ده.
د سوپر فور په سياليو کې افغان لوبډلې خپله لومړۍ سيالي د پاکستان سره کړې او د پاکستان سره یې سخته مقابله کړې وه، خو د پاکستان لوبډلې د لوبې په وروستي اوور کې سيالي ګټلې وه.
د جمعې په ورځ د شېخ زېد په لوبغالي کې ترسره شوې د دغه لوبې وروستو د کرکټ پوهانو او د پاکستان لوبډله چې د کرکټ په تکړه لوبډلو کې شماريږي خپله د دې لوبډلې لوبغاړو ويلي ؤ چې د افغانستان لوبډله د ايشيا کپ غوره لوبډله ده.
خو د سوپر فور په دوېمه سيالۍ کې افغان لوبډلې ته د بنګله دېش لوبډلې په درېو رنزونو ماتې ورکړه او د ايشيا کپ فاينل ته رسېدو د زغل څخه بهر شوه.
د بنګله دېش نه په سيالۍ کې د ماتې خوړو وروسته د کرکټ مينه والو په افغان لوبډله سختې نيوکې کړي دي.
افغان لوبډلې د ګروپ دواړه سیالۍ ګټلې خو د سوپر فور دواړه سيالۍ يې وبايللې.
د ايشيا کپ د سوپر فور شپږمه سيالي سبا د شورو، چهارشنبې په ورځ د پاکستان او بنګله دېش ترمنځ ټاکل شوې ده.
ويل کيږي چې کومه لوبډله سبانۍ سيالي ګټي هند سره به په سيالۍ کې مخامخ کيږي.
دوه کاله وړاندې شوی د ايشيا کپ هند ګټلی ؤ.